افغانستان

ګارډین: طالب مشرانو په کندهار کې د خپل ځاى د افشاکولو له وېرې د پولیو پر کمپاین بنديز ولګاوه

پرچم طالبان. عکس از رویترز.

ګارډین ورځپاڼې راپور ورکړی چې په افغانستان کې د طالبانو له خوا کور پر کور د ګوزڼ ضد واکسين پرکمپاين د بنديز يو لامل امنيتي مسايل دي.

دغې ورځپاڼې د ګوزڼ د له منځه وړلو د کمپاين د يوه غړي په حواله ليکلي دي: « کور پر کور د ماشومانو د واکسين پرکمپاين د بنديز يو لامل امنيتي ستونزې دي. د افغانستان سویل، په تېره بیا کندهار هغه ځای دی چې د طالبانو مشران پکې اوسېږي او دوی اندېښمن دي چې دا کمپاین به د دوی مرکز  بهرنیو ګواښونو ته ښکاره کړي.»

د ګوزڼ د واکسین د کمپاین غړي ګارډین ته زیاته کړې: «دا د پولیو د له منځه وړلو د پروګرام لپاره ډیر بد خبر دی. د له منځه وړلو په برخه کې د بریالیتوب لپاره، موږ اړتیا لرو چې له ٩٥سلنه څخه ډېر ماشومان د واکسین دوه دوزونو سره تر پوښښ لاندې ونيسو ​​​؛ خو د کور په کور کمپاینونو پرته، به دا موخه ترلاسه نه کړو. دا د ټول هیواد او آن د سیمې لپاره خطر رامنځته کوي.»

په همدې حال کې د روغتیا نړیوال سازمان چارواکو خبرداری ورکړی چې افغانستان د پولیو د خپرېدو له خطر سره مخامخ دی؛ ځکه طالبانو د امنیتي اندېښنو او د ښځو لپاره د محدودیتونو له امله د واکسین کمپاین بند کړی دی.

د دغه راپور له مخې، د روغتیا نړیوال سازمان تایید کړې، چې سږ کال په افغانستان کې د پولیو ۱۸ نوې مثبتې پېښې ثبت شوې، چې د تېر کال په پرتله د پام وړ زیاتوالی ښيي، چې له دې ډلې ۱۱ یې په کندهار کې ثبت شوي دي.

تر دې وړاندې اسوشېټېډ پرېس د ملګرو ملتونو په حواله راپور ورکړی و چې طالبانو په افغانستان کې د پولیو واکسین کمپاین وځنډاوه.

خو د طالبانو تر ادارې لاندې د عامې روغتیا وزارت ویاند شرف زمان د پولیو د واکسین د کمپاین د لغوه کېدو په اړه راپورونه ناسم بللپ او ويلي يې دي: « د پولیو واکسین د کمپاین د بندېدو په اړه کوم رسمي مکتوب نه دی صادر شوی.»

د يادولو وړ ده، چې ګوزڼ يوه ډېره ساري ويروسي ناروغي ده چې په ځانګړې توګه په کوچنيانو او  نوي زېږدلو ماشومانو کې د فلج او مړينې لامل کېږي.

افغانستان او پاکستان یوازیني هېوادونه دي چې د پولیو ویروس پکې لا هم ريښې لري.