افغانستان

د رسنیو سخت سانسور: طالبان وايي د رسنيو څه باندې۴۰۰ « سرغړونې» یې اصلاح کړې

په داسې حال کې چې طالبانو په هېواد کې د خپلې نوې واکمنۍ له پیل راهیسې پر افغان رسنیو سخت محدودیتونه، بندیزونه او سانسور وضع کړى، د طالبانو تر ادارې لاندې د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي چې په تېر یوه کال کې یې د رسنیو ۴۴۴ سرغړونې اصلاح کړې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې یو شمېر بنسټونه چې د خبریالانو او رسنیو له آزادۍ څخه دفاع او ملاتړ کوي وايي، طالبان د افغان رسنیو منځپانګه په جدي ډول سانسوروي او دغو رسنیو ته اجازه نه ورکوي چې د دوی د ګټو خلاف موضوعات خپاره کړي.

د طالبانو تر واک لاندې د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي، په تېر کال کې یې د ټلوېزیون ۵۵ سرغړونې، د راډیو ۶۹ سرغړونې او د یوټیوب چینلونو ۳۲۰ سرغړونې په نښه او اصلاح کړې دي.

خو په هېواد کې د یوټیوب یو شمېر کاروونکي وايي چې طالبان دوی ته اجازه نه ورکوي چې د دوی د ګټو او نظرونو خلاف مواد ثبت او خپاره کړي.

په ورته وخت کې طالبانو تر دې وړاندې هم په هېواد کې د یوټیوب یو شمېر کاروونکي د خپلو نظرونو خلاف مواد خپرولو په تور نیولي او بندیان کړي دي.

د يادونې وړ ده، چې په هېواد کې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته دوى په لسګونو خبريالان او مدني فعالان هم د رسنيو او ټولنيزو شبکو له لارې د طالبانو د مفکورو او ګټو پر خلاف د مطالبو خپرولو په تور نيولي او بنديان کړي دي.

په افغانستان کې يو شمېر خبريالانو تر دې وړاندې ويلي و چې د دوى په ټلويزيوني پروګرامونو کې د طالبانو د ګټو پر ضد د پوښتنې کولو له امله د طالبانو د استخباراتو له خوا نيول شوي او بنديان شوي دي.

د طالبانو تر ادارې لاندې دغه وزارت په دې ناسته کې زیاته کړه چې په تېر کال کې یې د بېلابېلو موضوعاتو په اړه ۶ مستند فلمونه جوړ او خپاره کړي او ۱۱ فلمونه او سریالونه یې هم « اصلاح» کړي دي.

 طالبان په داسې حال کې د دغه فلمونو، سريپټونو او سريالونو د جوړولو خبره کوي، چې په خپل نوي قانون کې يې د (د امربالمعروف او نهى عن المنکر قانون) تر سرليک لاندې د عکسونو ثبتول او خپرول حرام ګڼلي او بنديز يې پرې لګولى دى.

په ورته وخت کې، طالبانو په افغانستان کې واک ته له راستنیدو راهيسې، د رسنیو له لارې د هېواد دننه تولید شوي سریالونو او فلمونو په ګډون د ټولو افسانوي، تاریخي او اسلامي سریالونو او فلمونو په خپرولو بندیز ولګاوه.

د طالبانو د واک لاندې د اطلاعاتو او کلتور وزارت په تېر یوه کال کې د بېلابېلو عصرونو د ۲زره۴۱۰ لرغونو اثارو ثبت او د کابل په هوايي ډګر  او د هېواد په ګمرکونو کې د ۴۱۶ تاریخي اثارو د قاچاق مخنیوی د خپلو نورو لاسته راوړنو په توګه یاد کړ.