افغانستان

د کډوالو د ویستلو بهیر ګړندی کول؛ آلمان له ازبکستان سره د کډوالۍ تړون لاسلیک کړ

د آلمان لومړي وزير اولاف شولتز ازبکستان ته د خپل سفر په ترڅ کې اعلان وکړ چې هېواد یې له ازبکستان سره د آلمان د اقتصاد د ملاتړ او د ځینو کډوالو د بېرته ستنولو په موخه د منځنۍ اسیا له دغه هېواد څخه د ماهرو کارګرانو د کډوالۍ د اسانتیا په موخه یو تړون لاسلیک کړی دی.

شولتز پرون په سمرقند ښار کې د ازبکستان له ولسمشر شوکت میرضیایف سره له کتنې وروسته وویل: موږ د تکړه کارګرانو د وړتياوو لپاره چې د آلمان اقتصاد ورته اړتيا لري کډوالۍ لازمې لارې برابروو، څو اقتصاد مو وده وکړي.

نوموړي د جزئياتو له يادولو پرته، د هغو کډوالو د راستنېدو لپاره چې بايد خپل هېواد ته ستانه شي، د«ساده او غير اداري ميتودونو» په اړه د دواړو هېوادونو هوکړه اعلان کړه.

شولټز د دې پوښتنې له ځوابولو چې آیا په دې تړون کې به د هغو افغان اتباعو اخراج شامل وي چې جرمونه یې کړي وي، ډډه وکړه او زياته يې کړه: «په ډېرو برخو کې د همکارۍ په اړه محرمې خبرې روانې دي.»

د اګست په ۳۰مه جرمني اعلان وکړ چې د بشري حقونو د اندېښنو له امله یې د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو له ځنډولو وروسته د محکوم شویو افغانانو د ایستلو لړۍ بیا پیل کړې ده. دا خبرپاڼه د سیمه ییزو ټاکنو څخه څو ورځې مخکې خپره کړه، چې د کډوالۍ مسٸله د ټاکنیز کمپاین یو له مهمو ټکو څخه وه.

د جرمني د کورنیو چارو وزیرې نانسي فایزر، چې له شولتز سره په دې سفر کې ملګرې وه او په سمرقند کې یې تړون لاسلیک کړ، اعلان وکړ چې افغانستان ته د نورو الوتنو لپاره پلانونه تر کار لاندې دي چې له افغان اتباعو «جدي مجرمین» وایستل شي. هغې همداراز وویل: «موږ به وګورو چې له کومو هېوادونو سره په دې برخه کې همکاري کولای شو.»

جرمني په افغانستان کې له طالبانو سره مستقیمې اړیکې نه لري او د اخراج لومړۍ الوتنه په اګست میاشت کې د قطر په منځګړتوب ترسره شوه.