اروپايي هېوادونو ته د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د لیک له لېږلو وروسته د هېواد یو جګپوړی ډیپلومات آمو ته وایي چې جرمني او ناروې د افغانستان سفارتونه هڅولي چې له طالبانو سره خبرې وکړي او ستونزې ته تخنیکي حل لاره ومومي.
سرچینه ټینګار کوي، چې په جرمني او ناروې کې د افغان سفارتونو د تړلو یا سپارلو کوم بحث نشته او ځینو نورو اروپايي هېوادونو حتی د دغه هېواد سفارتونو ته، چې د جمهوري ریاست د دورې د ډیپلوماټانو له خوا اداره کېږي، ویلي، چې د طالبانو وروستي لیک ته پام ونه کړي او هغوی مشروع نه لري.
بل خوا د هېواد یو جګپوړی ډیپلومات وايي چې د جرمني حکومت په دغه هېواد کې د افغانستان له سفارته غوښتي چې له طالبانو سره تعامل وکړي.
د دغو دوو سرچینو په وینا، جرمني ځکه د دغه تعامل په لټه کې ده، چې له ازبکستان سره د هوکړې له مخې به د هغو افغان کډوالو د جبري ایستلو بهیر پیل کړي، چې په ازبکستان کې د کډوالو د یوه پنډغالي له لارې افغانستان ته د جبري ستنیدو وړ وي.
ظاهراً طالبانو د نړیوالې رسمیت پېژندنې له ناهیلۍ وروسته په اروپا کې د خپل هېواد د سفارتونو د سمبالولو لپاره لستوڼي بډ وهلي دي.
تر دې وړاندې درېیو ډیپلوماتیکو سرچینو آمو ته ویلي و چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د کاناډا، اسټرالیا او ځینو اروپايي هېوادونو په ګډون ځینو هېوادونو ته لیک استولی او خبرداری یې ورکړی چې د سفارتونو قونسلګري خدمتونه چې د جمهوري ریاست د دورې د ډیپلوماټانو له خوا اداره کېږي او له طالبانو سره تعامل نه لري د هغوی لپاره مشروعیت نه دي.
اوس، په اروپا کې د هېواد یو لوړ پوړی ډیپلومات آمو ته وایي چې د جرمني او ناروې حکومتونو د هیواد سفارتونه هڅولي چې «له طالبانو سره خبرې وکړي او ستونزې ته تخنیکي حل لاره ومومي.» نوموړی همداراز ټینګار کوي چې د سفارتونو تړل یا طالبانو ته د هغوی د سپارلو مسله په دغو دوو هېوادونو کې وړاندې نه ده.
د سرچينې په وينا، ځينو هېوادونو افغان سفارتونو ته هم ويلي، چې «د طالبانو ليک له پامه وغورځوي، هغوی مشروعيت نه لري.»
په همدې حال کې په اروپا کې د دغه هېواد یو بل جګپوړي ډیپلومات آمو ته ویلي چې جرمني په دغه هېواد کې له افغان سفارت څخه غوښتي چې له طالبانو سره تعامل وکړي.
دواړه سرچینې ټینګار کوي چې ظاهرا د جرمني حکومت د هغو افغان کډوالو په جبري ایستلو لاس پورې کړي چې دجبري ستنیدو وړ دي. دا دوه ډیپلوماتیکي سرچینې وايي چې امکان لري جرمني هغه افغان کډوال چې د جبري ایستلو وړ وي، له ازبکستان سره د دغه هېواد له لارې افغانستان ته د یوې هوکړې پر بنسټ ستانه کړي.
تر دې مخکې د روان کال د زمري په ۱۵مه طالبانو اعلان وکړ چې یوازې د پنځو سفارتونو قونسلګرۍ او په اروپا کې د دغه هېواد قونسلګرۍ د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په رسمیت پېژني.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې کې راغلي وو: «په اروپا کې پنځه هېوادونه له مرکز سره په همغږۍ کې له یادو بندیزونو څخه مستثنی دي او د دوی قونسلګري خدمتونه او اسناد د نورو ادارو په څېر د منلو وړ دي. د جرمني په مونشن کې د افغانستان جنرال قونسلګرۍ، په هالنډ کې د افغانستان سفارت، په اسپانیا کې د افغانستان سفارت، په بلغاریا کې د افغانستان سفارت، په چک جمهوریت کې د افغانستان سفارت.»
په همدې حال کې د بشري حقونو یو شمېر فعالانې د افغانستان په اړه د نړیوالو د چلند د بدلون په اړه اندېښمنې دي او له هېوادونو یې غوښتي چې د افغانستان له خلکو سره همغږي شي او په افغانستان کې د بشري حقونو مسلې ته لومړیتوب ورکړي.
د بشری حقونو یوه فعاله، مسعوده کوهستاني، وایي: «د دریو کلونو راهیسې زموږ هیواد په ځانګړي ډول ترهګرو ته د ډالۍ په توګه ورکړل شوی. په رسمي توګه زموږ هیواد د پاکستان تر استعمار لاندې دی. هیوادونه حق لري چې د تیر حکومت سفارتونه احضار کړي. دا د اندیښنې وړ خبره ده زموږ لپاره، ځکه چې هره ورځ زموږ په هیواد کې خورا سخت او غیر انساني قوانین رامینځته شوي، او حتی د ښځو غږونه عورت بلل شوي، موږ له دغو هیوادونو څخه غوښتنه کوو چې د دې ترهګرو د له منځه وړلو لپاره زموږ سره یوځای شي.»
واک ته د طالبانو له راتګ درې کاله تېرېږي، تر اوسه هېڅ هېواد د دوی له خوا رامنځته شوی سیاسي جوړښت په رسمیت نه دی پېژندلی او په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د څوکۍ په ګډون د هېواد یو شمېر سفارتونه د پخواني حکومت د ډیپلوماتانو له خوا اداره او رهبري کېږي.