د طالبانو تر واک لاندې د کورنیو چارو وزارت یو ځل بیا ادعا کړې، چې تېر کال په افغانستان کې داعش له منځه تللی او په افغانستان کې یې شتون صفر کچې ته رسېدلی دی.
د طالبانو تر واک لاندې د کورنیو چارو وزارت په داسې حال کې د داعش د بشپړ له منځه وړلو خبره کوي، چې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په دې وروستیو کې د ایران ايراف رسنۍ ته ویلي، چې د داعش خراسان څانګې یو تر دوه سلنه جنګیالي ښايي د افغانستان په غرنیو سیمو کې شتون ولري.
سیګار همداراز ویلي، چې داعش خراسان ډله په افغانستان کې له ۲زره۵۰۰ څخه تر ۳زره۵۰۰ پورې جنګیالي لري، چې ورسره تړلي عاملين یې ۶زرو ته رسېږي.
ملګرو ملتونو ويلي، د داعش خراسان څانګې د طالبانو د درې کلنې واکمنۍ پر مهال په افغانستان کې ۳۶۱ بریدونه کړي دي.
د طالبانو د کورنيو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وویل: «له دې وروسته ټولو ته ویلای شو چې داعش په افغانستان کې ختم شوی دی، دغه شرير او فتنه ګر عناصر اوس نه شته، نه مرعي، نه فزيكي او نه هم کوم فعالیت کولای شي او صفر ته رسېدلي دي.»
دا ادعا په داسې حال کې کېږي چې سیګار په خپل وروستي راپور کې په افغانستان کې له ۲زره۵۰۰ څخه تر ۳زرو۵۰۰ پورې د داعش جنګیاليو د شتون په اړه خبر ورکړ.
سیګار ټینګار وکړ چې په افغانستان کې د داعش د جنګیالیو او د هغې د ملګرو شمېر ۶۰۰۰ ته رسېږي.
سیګار د داعش سربېره په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د شتون خبر هم ورکړ.
د سيګار په راپور کې ویل شوي چې له ۶زرو څخه تر ۶زره۵۰۰ پورې د ټي ټي پي ځواکونه اکثرا د افغانستان په ختیځ کې مېشت دي، په داسې حال کې چې د داعش خراسان ډله په افغانستان کې له ٢زرو څخه تر ۳زرو۵۰۰ پورې جنګیالي لري چې د هغوی د غړو شمیر ۶۰۰۰ ته رسیږي.
ددې ټولو ترڅنګ، ملګرو ملتونو همداراز ویلي، چې د داعش خراسان څانګې د ۱۴۰۳ هجري لمریز کال د زمري له ۲۴ مې تر غبرګولي تر ۲۴ پورې په افغانستان کې ۳۶۱ بریدونه کړي دي.
د ملګرو ملتونو د وروستي راپور له مخې، د داعش خرسان څلنګې ۱۵زره۸۶۵ پېښې، ۳۶۱ بریدونو کې يو زرو۱۸۲ ملکي وګړي وژل شوي او ۲زرم۹۰۴ ملکي وګړي ټپیان شوي دي.
تر دې مخکې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي آصف دراني په افغانستان کې د داعش ګواښ ته په اشارې سره خبرداری ورکړی و، چې د سپټمبر د یوولسمې د بریدونو په څېر یو بل برید هم له دغه هېواده کېدای شي.
اېکسپرېس ټریبیون د دوشنبه، ددزمري٢٩مه د دراني په حواله لیکلي چې په افغانستان کې د داعش حضور د سیمې او نړۍ لپاره یوه «لویه» ننګونه ده.