افغانستان

طالبان: د نجونو د زده کړې په اړه پوښتنې تر «امرثاني» پورې معطل دي

د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم وايي، د نجونو د ښوونځیو او پوهنتونونو د بیا پرانستلو په اړه پوښتنه تر «امر ثاني» پورې معطل ده.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر نن «یکشنبه٫وږي۴مه» یوې خبري غونډې ته ویلي چې د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانستلو پرېکړه کې د خلکو  خوښه نه؛ بلکې د شریعت غوښتنه په نظر کې نیول کېږي.

هغه وويل: «لومړۍ مسله دا ده چې موږ په ملي تلويزيون کې څرګنده کړه چې موږ لا تر اوسه داسې حالت ته نه يو رسېدلي چې پوهنتونونه او ښوونځي د نجونو پر مخ پرانيستل شي. لنډ ځواب دا دى چې د ښځو زده کړې تر امر ثاني پورې معطل شوې دي او په دې اړه پوښتنه هم تر امر ثاني پورې معطل ده.»

نوموړې وايي، «ځکه چې افغانستان یوه اسلامي ټولنه او اسلامي نظام لري، نو له شپږم ټولګي څخه پورته د ښوونځیو او نجونو لپاره د پوهنتونونو د بیا پرانستلو پرېکړه په بېړه نه شي کېدای.»

ښاغلي ندیم زیاته کړه «یوازې خلک فکر کوي چې ولې عصري زده کړې د نجونږ لپاره نه خلاصېږي، دا یوه اسلامي او مسلمانه ټولنه ده، افغانانو جنګونه کړي، قرباني يې ورکړې دلته عالمان دي، دلته دیني خلک دي، هر څه د اسلام په رڼا کې کیږي.»

 ښاغلي ندیم زیاته کړه «چې په داسې اسلامي فضا او نظام کې چې  سل په سلو کې اسلامي وي، موږ نه شو کولای، چې د خلکو په غوښتنه  داسې کار ترسره کړو چې د شريعت يې مني يا نه، يا اجازه ورکوي که نه»

د طالبانو دغه چارواکي ادعا کړې چې د دوی په رژیم کې د ښځو ۹۰ سلنه حقوق تضمین شوي دي.

ښاغلي ندیم زیاته کړه: «موږ تر اوسه داسې یوې مرحلې ته نه یو رسېدلي چې د پوهنتونونو او ښوونځیو دروازې یو ځل بیا د ښځو پر مخ خلاصې کړو.»

په همدې حال کې، طالبان وايي چې دوی غواړي د ښځو زده کړه «فرض کچې» ته لوړه کړي. دوى چې د دوى مخالفين د ښځو په ورځ د ښځو د زده کړو باندې د دوى لپاره«شر» رامنځته کوي.

د یادولو وړ ده چې د طالبانو د واک ټينګولو وروسته د ۱۴۰۱ کال د ليندۍ په میاشت کې د نجونو پر زده کړو بندیز ولګاوه.

طالبانو په دې پرېکړې څه د پاسه یو نیم میلیون نجونې تر شپږم ټولګي پورته ښوونځي ته له تلو منع کړي دي.

طالبانو پوهنتون ته د نجونو پر تګ بندیز ولګاوه او د کانکور ازموینې له اخیستو یې هم منع کړې دي.

په همدې حال کې ملګرو ملتونو په وار وار په خپلو راپورونو کې ویلي چې د طالبانو له خوا د نجونو پر زده کړو د بندیز له امله ۱.۴ میلیونه نجونې ښوونځیو ته له تلو بې برخې شوې دي.

خو د دې ټولو سره سره، طالبان په داسې حال کې د ښځو د حقونو د تامین خبره کوي چې په خپل نوي قانون کې یې د ښځو پر غږ هم بندیز ولګاوه.