افغانستان

اندریکا راتواته: په افغانستان کې د بشردوستانه هڅو د بریالیتوب لپاره د ښځو بشپړ ګډون اړین دی

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د استازې مرستیال اندریکا راتواته د بشردوستانه نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، چې په افغانستان کې په بشردوستانه هڅو کې د ښځو بشپړ ګډون اړين دی او ټینګار یې وکړ چې دغه ګډون په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو په برخه ډېر کې اړین دی.

پر اېکس د بشري چارو د همغږۍ لپاره د ملګرو ملتونو د دفتر (اوچا) لخوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې، ښاغلي راتواته ويلي چې په بشري کارونو کې د سیمه ایزو مرستندویه کارکونکو رول «اړين» دى او ورته وخت کې يې د هغو کسانو د خونديتوب لپاره د سمدستي نړیوال اقدام غوښتنه وکړه چې  بشري بحرانونه په لومړي کرښې کې دي.

هغه ورځنیو ګواښونو او ننګونو ته چې بشردوستانه کارکونکي د ټولنې تر ټولو زیان منونکو طبقو ته د مرستې رسولو په هڅو کې ورسره مخ دي په اشارې سره وویل: « موږ باید په مرستندویه کارکونکو باندې د بریدونو له عادي کېدو سره مقابله وکړو.»

ښاغلي راتواته یادونه وکړه چې تېر کال په ټوله نړۍ کې د بشري کارکونکو لپاره خورا سخت او ویجاړونکی و.

هغه زياته کړه «په سلګونه کسان د نورو په خدمت کې وژل شوي او ټپیان شوي، او په زرګونو نور د هغه وحشت له امله چې دوی یې شاهدان دي له رواني زيانونږ سره مخ شوي دي. دا حالت دوام لري او کنټرول شوى نه دی.»

افغانستان، چې له اوږدې مودې راهیسې د مرستندویه کارکونکو لپاره یو له خورا خطرناک چاپیریال په توګه پېژندل شوی، آن په ٢٠٢١کال کې د جګړې پای ته رسېدو وروسته هم د لویو ننګونو سره مخ دی. په عامه ژوند کې د افغان ښځو او نجونو د ونډې محدودیت د هغو کسانو لپاره چې غواړي مرستې چمتو کړي، نوي خنډونه رامنځته کړي دي.

د دې شرایطو سره سره، ښاغلي راتوات ټینګار وکړ چې افغان میرمنې او نارینه مرستندویه کارکونکي په افغانستان کې د بشردوستانه غبرګون بنسټ دی. هغه د دغو مرستندويه کارکوونکو د قربانۍ او زړورتيا ستاينه وکړه او ويې ويل: «دوى له سختو شرايطو سره سره د هېواد په ګوټ ګوټ کې د ټولنې د اړتياوو د پوره کولو لپاره هر څه چې له وسه يې وي، کوي.»

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستیال استازي په بشردوستانه هڅو کې د ښځو او نارینه وو د بشپړې او هر اړخېزې ونډې پر اهمیت ټینګار وکړ او خبرداری یې ورکړ: «که نړۍ په لومړۍ کرښه کې د ښځو د مرستندویه کارکوونکو د ګډون ملاتو ونه کړي، په حقیقت کې هغه خلکو ناکامولو په حال کې دي مرستندویه کارکونکي ورته خدمت کوي.»

هغه د نړۍ مشرانو ته په خپل بلنه کې، په ​​بیړنۍ اړتیا ټینګار وکړ چې د بشردوستانه کارکونکو لپاره مالاتړ یقیني کړي او دوی پیاوړي کړي ترڅو خپل ماموریت ترسره کړي.

ښاغلي رتواتششخ زیاته کړه:«د بشردوستانه مرستو پرته، په ځانګړې توګه د ښځو مرستندویه کارکونکو څخه، د میلیونونو خلکو ژوند او هوساینه به له خطر سره مخامخ وي. موږ ټول باید د انسانیت لپاره خبرې وکړو. اوس د عمل وخت دی. موږ باید د ټول انسانیت لپاره عمل وکړو.»

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو د ملګرو ملتونو په ادارو کې د ښځو پر کار کولو بندیز لګولی او واک ته له رسېدو راهیسې یې په کورنیو ادارو کې يې کار ورمحدود کړی دی.

له هغه وخته چې طالبان واک ته ورسېدل، دوی د ښځو د حقونو او ازادیو په اړه شاوخوا ۷۰ فرمانونه صادر کړي، چې د کارپوهانو په وینا په هېواد کې یې پر بشري فعالیتونو مستقیمه اغېزه کړې ده.