ستاسو نظر

 د خپلواکۍ د ورځې په مناسبت: د ښځو په اړه د شاه امان الله ليد ته لنډه کتنه

شاه امان الله خان د یو پرمختللی او عصري پاچا په توګه د افغانستان د لومړي واکمن په توګه پیژندل کیږي چې په ټولنه کې د ښځو د شتون لپاره یې د عملي اقداماتو تر څنګ د ښځو د حقونو د تامین په برخه کې هڅې کړي دي. زه به اوس د هغه ځینو څرګندونو ته چې په دې اړه د هغه د فکر کولو طریقې پر بنسټ دي، اشاره وکړم.

شاه امان الله د افغان ښځو د پاکوالي په اړه خپل احساسات په لاندې ډول څرګند کړي وو: «زه او تاسو د هغې ښځینه طبقې مسؤل یو چې زموږ له سترګو او ليدو پرته بل څه نه پیژني او د هغې خوښۍ او غمونه له نارینه وو سره خندا او د تندي ګونځې دي، په ځانګړې توګه زه د خدای په فضل او کرم ستاسو پاچا يم، لکه څنګه چې زه ستاسو د نارینه وو د هوساینې او آزادۍ مسؤل یم، همداسې د خپل ښځینه رعیت هم تر تاسو ډېر مسؤل یم. قسم په خدای، زما زړه، روح او وجدان ما ته اجازه نه راکوي چې دا ټول مصیبتونه او ذلتونه د خپل ملت د مظلومو بې غږه رعیتونو پ ډله چې مستوره طبقه ده، یوازې د غوره اشخاصو د یوې ډلې د ځان غوښتنې په پایله کې وزغمم.  ناويلي يې نه پریږدم چې تاسو علماء او پوهان څومره چې زه په دې مسٶليت کې داخل يم، د دې مسؤلیت په اړه له ما ډېر مسٶل ياست. د خداى لپاره د هغو کسانو چې خدای د دوی د روزي او پالنې دنده تاسو ته سپارلې ده، د هغوى حق ته پام وکړئ او د بهیمه صفته عینکې له ځانه لرې کړئ او د حقایقو د لیدلو لپاره د حقیقي سترګو څخه کار واخلئ. د هغه سړي ژوند چې یوه ښځه لري د هغه سړي له ژونده څومره توپير لري چې مختلفې میرمنې لري.»

شاه د علومو زده کړه په نارینه او ښځینه دواړو فرض ګڼله. لکه څنګه چې هغه وویل: «فکر مه کوئ چې د علم زده کول یوازې په نارینه وو واجب دي!؛ بلکې په نر او ښځه دواړو فرض دي چي علم او کمال د الله تعالی له طرفه په مساوي توګه وپېژني او ستاسي ټول عالمان او ساینس پوهان له دې الهي حکم څخه خبر دي. نو د خپلو زامنو او لوڼو په زده کړه کې یو شان هڅه وکړئ، ځکه چې په آخرت کې به د خپلو زامنو او لوڼو د تعلیم مسولیت پر ستاسو پر غاړه پروت وي. تاسې پوهېږئ چې شرعي احکام او قوانين پر نر او ښځې مساوي فرض دي، لکه څنګه چې پر نارينه فرض دي، د لمانځه، اودس، روژې، زکات، حج او داسې نورو احکامو په اړه  وپوهېږي. همدارنګه پر ښځو هم واجب دي. ددې ترڅنګ په هغه صورت کې چې ښځې پوهانې او لوستې وي، بې له شکه د هغې مور اولاد به د هغې په غېږ کې چې د اولادونو لومړنی ښوونځی بلل کېږي او د ماشوم ډېر قیمتي ژوند له مور سره تېرېږي، زده کړې کوي، تربيې او پوهې څښتن کېږي.»

امان الله خان د مستورات ښوونځي ته د تګ پر مهال د  د حجاب سره د نجونو د علم او هنرونو زده کړې په اړه داسې څرګندونې وکړې: «بايد آس ځغلونه او نور  ظريف هنرونه زده کړې او که مناسب فرصت يې مخ ته راغى نو د اروپايي هېوادونو د ښځو په څېر دې الوتکو چلول زده کړي.  په افغانستان کې په ښځو باندې حجاب په مبالغانه توګه تپل شوى دى. حجاب که په اعتدال کې رعايت شي ډېر ښه دود دی، خو اصلي حجاب د ښځې په زړه او روح کې دی. باید اجازه ورنکړل شي چې ظاهري حجاب د ملي پرمختګ خنډ شي.»

نصرالله ستانکزی د سیاسي او نړیوالو مسایلو کارپوه او د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي پخوانی استاد دی.

د آمو ویب پاڼې د «ستاسې نظر» په برخه کې د خپرو شویو مقالو د منځپانګې  مسٶولیت د  د ليکوالانو پرغاړه دى.