افغانستان

يوشمېر ښځو د طالبانو پر ضد د پراخو لاریونونو غوښتنه وکړه

یو شمېر افغان مېرمنو د طالبانو پر ضد د« مونږ به چوپ پاتې نشو» تر شعار لاندې د پراخو لاريونونو غږ کړی دی.

دغه لاريون کوونکې ښځې وايي، په تېرو درېيو کلونو کې په هېواد کې ښځې، زیان منونکي توکمونه او مذهبي اقلیتونه په سیستماتیک ډول د«طالبانو له خوا له ظالمانه جبر، ظلم او بې عدالتۍ» سره مخامخ شوي دي.

د دغو ښځو د غوښتنې په متن کې راغلي «په تېرو دریو کلونو کې، طالبانو نه یوازې جنګي جنایتونه، د پخوانیو حکومتي سرتیرو او کارکوونکو هدفي وژنې، جبري کډوالۍ ته د افغانانو اړېستل، او د افغانانو له اساسي حقونو څخه په پراخه کچه سرغړونه کړې؛ بلکې په سيسټماتپک ډول یې ښځينه لاریون کونکي په نښه کړي او ان جنسي تېري یې پرې کړي چې باید د دوی د وحشتناکو جرمونو لپاره ورسره حساب وشي او محکمې ته راکش شي.»

لاريون کوونکو ښځو همداراز ويلي چې د طالبانو د «خپل ځانه اعلان شوي» حکومت له نړیوالې ټولنې سره د خپلو ټولو ژمنو سره سره نه یوازې له نورو «ترهګرو» ډلو سره اړیکې نه دي پرې کړي؛ بلکې، د دې اړیکو په ټینګولو سره، دوی افغانستان د “نړیوالو ترهګرو لپاره په خوندي کور” بدل کړی چې دا هیواد د هرې ورځې په تېرېدو سره یو بل احتمالي ګواښ او د سیمې او نړۍ لپاره لوی سرخوږی ته نږدې کوي.

دغه ښځو پر ټولو افغانانو؛ په ځانګړې توګه، په هیواد کې دننه او بهر مېشتو مېرمنو په انفرادي توګه او ان د لږو سرچینو څخه د کار اخیستو غوښتنه کړې ترڅو د «طالبانو له ځانه اعلان شوي او ښځو ځپونکې واکمنۍ» په وړاندې خپل غږ پورته کړي او د طالب مشرانو د نیولو او په هاګ کې د جرمونو نړیوالې محکمې کې يې د محاکمې غوښتنه وکړي. 

دا په داسې حال کې ده،  چې په بېلابېلو هېوادونو کې د افغانستان د مدني ټولنې او د بشري حقونو یو شمېر فعالانو هم د اګست د ۱۵مې په مناسبت په ټول هېواد کې د طالبانو پر ضد د اعتراضونو غږ کړی دی.

د مدني ټولنې او د بشري حقونو فعالانو په افغانستان کې د طالبانو واکمني« تبعیضي رژيم» بللى او پر ملګرو ملتونو یې غږ کړی چې په رسمیت يې وپېژني.

د يادولو وړ ده، چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵ نېټه پر افغانستان د واک تر لاسه کولو راهيسې، د نړۍ هېڅ هېواد دوی په رسمیت نه دي پېژندلي.

په همدې حال کې، وروسته له دې چې طالبانو پر هېواد واک تر لاسه کړ، دوى ښځې او نجونې له خپلو ټولو اساسي حقونو بې برخې کړې او د ښځو د ژوند په بېلابېلو برخو کې یې سخت محدودیتونه وضع کړل.

طالبانو همداراز له شپږم ټولګي څخه پورته نجونې د زده کړو له دوام منع کړي او د پوهنتونونو دروازې یې  هم د نجونو او ښځو پر مخ تړلې دي.