افغانستان

فاکس نیوز: امریکا له طالبانو سره د جګړې لپاره له مصنوعي ځيرکتيا کار اخلي

متحده ایالاتو له ٢٠١٩ز کال راهیسې په افغانستان کې د تحريکونو او«ترهګريزو» بریدونو تعقیب لپاره له مصنوعي ځيرکتيا کار اخيستى دى.

فاکس نیوز راپور ورکړ، لکه څنګه چې طالبانو د ٢٠١٩ز کال په پای کې په متحده ایالاتو او ایتلافي ځواکونو باندې خپل بریدونه ډیر کړل، د متحده ایالاتو پوځ د «راوین سینټري» په نوم د مصنوعي ځيرکتيا پروګرام په رامنځته کولو لاس پورې کړ.

دغه خبري شبکې د سرچینو په حواله لیکلي چې دغه مصنوعي ځيرکتيا کولاى شو د«ترهګريز» برید وړاندوینه وکړي.

راپور وايي، د «راوین سینټري» مصنوعي ځيرکتيا له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته له ننګونو سره مخ شوه.

راپور همدا راز وايي چې د ٢٠٢٠ اکتوبر پورې، د راوین سینټري مصنوعي ځيرکتيا د برید د وخت او موقعیت وړاندوینې کې د ٧٠ سلنې دقت حد ته رسیدلې وه؛ هغه ټیکنالوژي چې په منځني ختيځ او اوکراين په اوسنيو لويو جنګونو کې اړينه ده.

توماس سپهر، د متحده ایالاتو د پوځ د جګړې پوهنځي کې د نظامي ستراتیژۍ، پلان جوړونې او عملیاتو رییس وايي: « که متحده ایالات او متحدین یې غواړي چې د دوی د مصنوعي ځيرکتيا ټیکنالوژۍ سیالې وساتي، بايد د رهبرانو د زده کړو سره د ټيکنالوژۍ په نسبت چې د ظهور په حال کې ده، « باید د کمپیوټر سرعت او د انسان د لید ترمنځ د کړکېچ انډول وساتي.»

دا په داسې حال کې ده، چې جوبایډن تر مشرۍ لاندې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل د امریکا په سیاسي- پوځي تاریخ کې د یوې «ناورینونکې» پېښې په توګه يادېږي.

 د امریکا یو شمېر چارواکو او د کانګرېس غړو ولسمشر بایډن له افغانستانه د وتلو په بهیر کې په بې غورۍ او د سم مدیریت په نشتوالي تورن کړی دی.