د پلازمېنې کابل یو شمېر اوسېدونکي په دې وروستیو کې د برېښنا له پرچاوۍ شکایت کوي. د پلازمېنې دغه اوسېدونکي وايي، د اوړي په ګرمو ورځو کې د برېښنا پرچاوۍ له جدي ستونزو سره مخ کړي دي. دوی وایي، د ورځې لخوا هېڅ برېښنا نهلري او د شپې لخوا هم تر ډیره پارچاو وي.
خو د طالبانو د برېښنا شرکت د برېښنا د پرچاوۍ اندازه ۳۷ سلنه اعلان کړې ده. د اوړي په دې ګرمو ورځو کې د هوا حالت په کابل کې ۳۸ درجې سانتي ګراد ته رسېدلې ده.
څه باندې دوه اونۍ کېږي چې کابل ښار د برېښنا له پرچاوۍ سره مخ دی. د پلازمېنې یو شمېر اوسېدونکي وايي، د ورځې ۱۲ ساعته او د شپې ۶ ساعته برېښنا نه لري.
د کابل ځينې اوسېدونکي پر طالبانو نيوکه کوي او وايي چې پخوا به يوازې په ژمي کې کابل برېښنا په نوبت وه خو اوس د کال څلورو موسمونو کې د کابل برېښنا په نوبت شوې ده.
د کابل یو اوسېدونکی وایي: «برېښنا چې د شپې اووه يا اته بجې هم راشي د شپې پر نهو بجو بیرته ځي، د برېښنا وضعيت ډېر خراب دی.»
د کابل ښار یو بل اوسېدونکي آمو ته وویل: «د برېښنا نشتون ډېر دی، له ډیرو ستونزو سره مخ يو، شپې په تيارو کې تېروو، هېڅ برېښنا نه لرو، څه د برېښنا پرچاوي ډېره ده او څه ګرمي ډېره ده او دا چې په دوبي کې ګرمي لا ډېره شوې خو بيا هم بریښنا نشته.»
بلخوا د برېښنا نشتون د ماشومانو زده کړې هم له خنډ سره مخ کړې دي.
د پلازمينې ځینې اوسېدونکي نيوکه کوي چې برېښنا د کابل ښار په شاوخوا سيمو کې په عادلانه ډول نه وېشل کېږي.
د کابل د ښار یوه اوسېدونکې وایي: «په کومو ځايونو کې چې حکومتي چارواکي مېشت دي، د برېښنا پرچاوي هم کمه ده او برېښنا ډېره ده؛ خو په کومو سيمو کې چې بېوزله او کمزوري اوسېږي، برېښنا کمه ده او د برېښنا پرچاوي ډېره ده.»
خو د طالبانو تر واک لاندې د برېښنا شرکت وايي، چې په کابل کې د برېښنا د غوښتنې اندازه ۵۲۷ میګاواټه ده، خو وارداتي او توليدي برېښنا ۳۳۲ ميګاواټه ته رسېږي چې د ۱۹۵ ميګاواټه برېښنا له کمښت سره مخ دي.
د کاسا ۱۰۰۰ پروژه چې د قرغیزستان او تاجکستان برېښنا افغانستان او بيا پاکستان ته لېږدوي او د افغانستان د برېښنا کمښت پرې پوره کېږي، د طالبانو پر راتګ یې چارې ځنډېدلې وې.
خو له نږدې ۳ کالونو وروسته، د نړۍوال بانک په غوښتنه د کاسا۱۰۰۰ پروژې د رغونې چارې پيل شوې، خو لا هم ګټهاخيستې ته چمتو شوې نه ده.
افغانستان له ازبکستان، تاجکستان او ايران څخه برېښنا واردوي خو په دې ټولو کالونو کې د کابل اوسېدونکي د برېښنا له پرچاوۍ شکایت کوی.