نړۍ

بلینکن: ایران د اټومي وسلو د جوړولو لپاره اړین مواد تولیدولى شي

Photo: US Department of State

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د برجام له تړونه د امريكا د وتلو په اړه د ډونلډ ټرمپ د پر تګلارې نیوکه کړې او ویلي دي، چې ایران د یوې یا دوو اونیو په اوږدو کې د «اټومي وسلو د جوړولو لپاره د اړتیا وړ «بډايه شويو يوارنيمو» د تولید توان لري.

ښاغلي بلينکن  په کولوراډو کې په یوه امنیتي کنفرانس کې ويلي چې د اوسني ولسمشر جوبایډن د ادارې د واک ترلاسه کولو سره راهيسې د امریکا متحده ایالات هڅه کوي چې د اټومي ډیپلوماسۍ په کارولو سره ستونزه حل کړي او د اټومي وسلو لرونکي د احتمالي هېواد په توګه د ایران د راڅرګندیدو مخه ونیسي.

د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې هغه زیاته کړه: «په وروستیو اونیو او میاشتو کې موږ د ایران په اټومي پروګرام کې رښتیني پرمختګونه لیدلي دي او د دې پر ځای چې لږ تر لږه یو کال د اټومي وسلو د تولید لپاره دبډايه شويو يورانيمو د تولید توان ولري، اوس ايران يوه يا دوه اونۍ له دې وړتیا څخه واټن لري.»

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا پخواني ولسمشر او د سږ کال ولسمشريزو ټاکنو ته د جمهوري غوښتونکو ګوند اوسني نوماند ډونلډ ټرمپ تل د ایران په اړه له خپلو سیاستونو دفاع کړې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي، چې د ایران نوي ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي، چې موخه يې له « له انزوا څخه د ایران» ويستل او د ایران او د نړۍ د قدرتونو ترمنځ د ۲۰۱۵ میلادي کال اټومي هوکړې بیا احيا کول دي.

د یادولو وړ ده چې په ۲۰۱۸ کال کې د امریکا متحده ایالات په یو اړخیزه توګه د ایران د اټومي هوکړې څخه چې د نړیوالو بندیزونو د لیرې کولو په بدل کې د ایران د اټومي فعالیتونو د تنظیمولو لپاره جوړه شوې وه، ووتل.

د ایران د بهرنیو چارو سرپرست وزیر علي باقري د دې اونۍ په پیل کې سي اېن اېن ته وویل چې د هغه هیواد لاهم د «برجام» پابند دی.

هغه وايي: «موږ لاهم د برجام غړي یو. امریکا تراوسه هم نه ده توانېدلې چې برجام ته راستانه شي، نو زموږ موخه دا ده چې د ٢٠١٥ تړون بیا راتازه کړو.موږ د نوي تړون په لټه کې نه یو.»

ښاغلي باقري ټینګار وکړ: «نه ما او نه هم په ایران کې بل چا د نوي تړون په اړه خبرې کړې دي او نه به يې وکړي. موږ په ٢٠١٥کال کې یو لاسليك شوى تړون لرو.»