د فارياب يو شمېر کروندګر او مېوه پلورونکي وايي، چې سږ کال په دغه ولايت کې د خټکيو محصولات کورني پېرودونکي نه لري.
دوی همداراز د طالبانو له خوا د کورنیو تولیداتو د نه ملاتړ خبره کوي او وايي، که د دوی محصولات ګاونډیو هېوادونو ته صادر شي، په دغه ولایت کې به کرنه وده وکړي.
د يادونې وړ ده، چې د فارياب ولايت خټکي د هېواد په شمال کې ډېر شهرت لري.
عبدالرزاق، کروندګ فاریاب وايي: «د تېرو کلونو په پرتله سږ کال موږ بازار نه لرو، د کروندګرو کښت ارزښت نه لري، په بازار کې دننه ډېرې خټکي دي، بازار کې پېرېدونکي نشته چې خټکي واخلي، له دولته مې غوښتنه ده چې زموږ غم دې وخوري. ښاروالۍ د خټکو پلورونکي ځوروي او نه پرېږدي چې دوی خپل توکي په بازار کې وپلوري.»
سږ کال د وروستیو اورښتونو له امله په شمال کې کروندګرو وکولای شول چې له خپلو ځمکو څخه په زیاته اندازه خټکي او هندواڼې ترلاسه کړي، خو د حاصلاتو زیاتوالی او د خټکیو په پېرلو کې د خلکو اقتصادي ناتواني د هندواڼو او خټکیو د بازار د سړېدو مهم لاملونه بلل کېږي.
د فاریاب ولایت مېوې پلورونکي وايي، له دغه ولایت څخه ګاونډیو هېوادونو ته د خټکي د صادرولو لپاره باید زمینه برابره شي.
حضرت الله، مېوه پلورونکی فاریاب وايي: «بازار ډېر سست دي، ځکه زموږ خټکي بهر ته نه صادرېږي، ډېر خټکي توليدېږي او ټول خټکي په بازار کې دي او بهر ته نه لېږدول کېږي.»
بریالی، مېوه پلورونکی فاریاب وايلي: «زموږ محصولات باید صادر شي، یعني د صادراتو او وارداتو لپاره باید زمینه برابره شي، د خټکي په بدل کې، نور توکي چې موږ ورته اړتیا لرو باید موږ ته راکړل شي.»
د هېواد په شمال کې فاریاب ولایت د خټکیو د کرلو او حاصلاتو لپاره مناسب ځای دی. خو د معياري سړو خونو نشتوالى او د کورنیو او بهرنيو خرڅلاو لپاره د بازار نشتوالى هغه مهم لاملونه دي، چې د دې ولايت کروندګر د خټکيو په کرلو کې کموالى لري.