افغانستان

پاکستان په یوه ورځ کې شاوخوا ۶۰۰ افغان کډوال ايستلي دي

Hundreds of Afghan children are crossing into Afghanistan from Pakistan every day with nowhere to live and no money for food after Pakistan announced that all undocumented foreigners must leave the country voluntarily by 1 November or face deportation. Through the six weeks prior to that date, more than 120,000 Afghans have returned. Save the Children is at the Torkham border between Pakistan and Afghanistan, providing aid and support to families returning to Afghanistan. Save the Children’s mobile health team is working on the Afghan side of the border providing emergency health, nutrition and psychosocial support for families who have crossed from Pakistan. We are constructing shelters, water and sanitation facilities with child -friendly toilets as well as a playground.

د طالبانو د کډوالو چارو وزارت پر اېکس یوې خبرپاڼې کې ویلي چې د پاکستان حکومت پرون له دغه هیواده ۵۸۲ تنه کډوال په اجباري او اختياري توګه  ايستلي دي.

د دغې خبرپاڼې له مخې، د ۳۳۶ کسانو په ګډون ۶۷ کورنۍ له پاکستان څخه په زوره ایستل شوې او د تورخم له لارې افغانستان ته داخلې شوې دي.

د دغې خبرپاڼې پر بنسټ، د ۲۴۶ کسانو په ګډون ۴۸ نورې کورنۍ په خپله خوښه هېواد ته راستنې شوې دي.

دا ويستنه په داسې حال کې کېږي چې په دې وروستیو کې د پاکستان حکومت د دغه هېواد پولیسو ته امر کړی چې د افغان کډوالو د وېستلو دوهم پړاو پیل کړي.

د تېر کال په نومبر میاشت کې پاکستان اعلان وکړ چې ۱.۷ میلیونه بې اسناده کډوال به له هېواده وباسي. پاکستاني رسنۍ اټکل کوي چې شاوخوا یو نیم میلیون کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.