د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، له طالبانو سره د خبرو لپاره لومړی ګام د اوباما د ادارې په وخت کې هغه مهال واخیستل شو چې د طالبانو د اوسني دفاع وزیر یعقوب مجاهد لیک يې ترلاسه کړ.
ښاغلي خلیلزاد د امریکا د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو کمېټې ته وویل: «د ولسمشر اوباما په دوره کې ما د یعقوب مجاهد (د طالبانو د اوسني دفاع وزیر او د هغوی د پخواني مشر زوی) یو لیک ترلاسه کړ. په دغه لیک کې ویل شوي، هغه څه چې په افغانستان کې روان دي; پوځي حل لاره نه لري او موږ د حل په لټه کې یو.
د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا د ولسمشر پخواني استازي په دې ناسته کې همداراز ويلي، چې د ټرمپ ادارې د ده لپاره درې مهم لومړیتوبونه ټاکلي چې باید په خبرو کې یې ترلاسه کړي. لومړی، د یو هوکړې په اړه خبرې اترې چې د امریکایي ځواکونو خوندي او منظم وتلو ته اجازه ورکړي. دوهم، دا باید یقیني شي چې افغانستان بیرته د ترهګرو سازمانونو په پناه ځای نه بدلېږي او دریم باید بین الافغاني مذاکرات ترسره شي.
دا په داسې حال کې ده، چې په هېواد کې د طالبانو له راتګ وروسته، د امریکا د ځینو چارواکو په ګډون ګاونډیو هېوادونو، د سیمې او نړۍ هېوادونو په کراتو په افغانستان کې د داعش په څېر د ترهګرو ډلو د شتون، فعالیت او د بهرنیو بریدونو د تنظیم په اړه خبرداری ورکړی دی.
په ورته وخت کې، واک ته له رسېدو وروسته طالبانو د بین الافغاني خبرو د پیلولو کومه لېوالتیا نه ده ښودلې او د دوی ځینو چارواکو په کراتو ویلي، چې اوس دغو خبرو ته اړتیا نشته.
د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو له کمیټې سره د خلیلزاد د مرکې په متن کې راغلي: «د ۲۰۲۰ کال په دوبي کې خلیلزاد پر افغان حکومت فشار راوړ؛ څو د زرګونه طالب بندیان خوشې کړي؛ ځکه طالبانو د دغو بندیانو له خوشې کولو پرته له افغان حکومت سره له خبرو انکار کړی و.
زلمی خلیلزاد دا خبره تایید کړه او ویې ویل، چې دا کار یې د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر سره په ګډه کړی دی. ځکه دا له طالبانو سره د دوی د هوکړې یوه برخه وه.
هغه وویل: “هو، دا زما د هوکړې برخه وه، او لامل یې دا و چې موږ غوښتل بین الافغاني خبرو ته ورسیږو، چې دا یو لوی امتیاز و.”
ښاغلي خلیلزاد دا هم وویل، يوازې په فني لحاظ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن ته راپور ورکوونکى و، خوپه عمل کې د هغه ډیری لومړنۍ اړیکې د ولسمشر د سلاکار ښاغلي شولت له لارې ترسره کېدلې.
هغه په دې کمیټه کې شاهدي ورکړې ده: « د بایډن ادارې درې اختیارونه درلودل: ١- له طالبانو سره په نامشروط تړون ټینګار او په وتلو او له ترهګرۍ سره پر مبارزې ټینګار.” ٢- دا تړون نیمګړی بلل .٣- موږ نه غواړو دا ترسره شي او وتل باید مشروط وي.
زلمي خلیلزاد زیاته کړه، چې بایډن د شرایطو پر اساس د وتلو لاره غوره نه کړه.
هغه ویلي دي چې یوازینی دلیل چې د بایډن حکومت نه غوښتل دا تړون مشروط وي; د امريكايي ځواکونو پر وړاندې جګړې ته د طالبانو د بیرته راستنېدو اندیښنه وه.
د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا د ولسمشر پخواني ځانګړي استازي وویل: له افغانستانه د امریکا وتلو رواني اغیز درلود او د پخواني افغان حکومت د قدرت د نسبي توازن په ساتلو یې منفي اغیز وکړ.
زلمی خلیلزاد ویلي چې هیچا دا ارزونه نه وه کړې، چې آيا طالبان په عمومي ډول د ۲۰۲۱ کال د دوحې هوکړې ته ژمن و او که نه.
ښاغلي خلیلزاد د دې کمیټې د غړو د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا هغه د طالبانو له خوا دوکه شوی دی، وویل، چې نه پوهیږي او نه څوک په دې برخه کې رښتيني دي.
په دې کمیټه کې، هغه ولسمشر بایډن د ایستلو د عملیاتو نهايي مسؤول ګڼلی دى او ویې ویل: “ولسمشر مسؤل دی او زه باید ووایم چې بایډن په دې مسله ډیر وخت تېر کړی دى.”
ښاغلي خلیلزاد د کابل په شیرپور کې د سراج الدین حقاني په مېلمستون کې د القاعدې د مشر ایمن الظواهري د پټېدو په تړاو چې وروسته د بې پیلوټه الوتکې له خوا په نښه شو، وویل چې دا موضوع په ښکاره ډول د دوحې تړون نقض کوي او ورڅخه بشپړه سرغړونه ده.