سوداګري

د هېواد اوسېدونکي: د پیسو د لېږد په برخه کې د بانکونو پر لوړ کمېشن نیوکه کوي

د هېواد یو شمېر اوسېدونکي په افغانستان کې د پیسو د لېږد په برخه کې د بانکونو پر لوړ کمېشن نیوکه کوي.

د پلازمېنې یو شمېر اوسېدونکي وايي، ویسټرن یونین او ماني ګرام د هر سل ډالرو د لېږد په بدل کې تر ۱۰ سلنې ډېر کمېشن اخلي، په داسې حال کې چې په نورو هېوادونو کې د دغه کمېشن لګښت تر ۲ سلنې کم دی.

له بلې خوا د افغانستان بانکونو د ټولنې پخوانی رئیس د پیسو د لېږد په برخه کې د بانکونو د لوړ لګښت لامل لوړ عملیاتي خطرونه ګڼي.

د طالبانو په راتګ سره د افغانستان بانکونه د پیسو د لېږد او ترلاسه کولو په برخه کې له محدودیتونو سره مخامخ شول.

بندیزونو پر طالبانو، په خصوصي، دولتي او حتی نړیوالو شرکتونو باندې چې په افغانستان کې مالي خدمتونه وړاندې کوي، سیوری غوړولی دی.

د هېواد یو شمېر اوسېدونکي وايي، چې په افغانستان کې د پیسو د لېږد لګښت او د بانکونو کمېشن د ګاونډیو هېوادونو په پرتله ډېر لوړ دی او ویسټرن یونین او ماني ګرام د هرو سلو ډالرو په بدل کې تر لسو ډالرو زیات کمېشن اخلي.

احمد وایی: «له بهر څخه زموږ وروڼه زموږ سره مرسته کوي، دلته د صرافان ډېر کمېشن اخلي. زه له مرکزي بانک څخه غوښتنه کوم چې د کمېشن د زیاتوالي مخه ونیسي. دوی لس سلنه کمېشن اخلي، هماغه دې لږ کمې واخلي، دا یو جنجال دی او ستونزې دي. لږ دې کمي واخلي.»

جاوید وایی: «کله چې له بهر څخه پيسې راځي، د افغانستان بانکونه او صرافان له حده زيات کمېشنونه اخلي، د بېلګې په توګه ځينې بانکونه له سلو ډالرو څخه لس ډالره اخلي، چې په دې اقتصادي حالت کې ډېره لوړه سلنه ده او د بحران لامل کېږي.»

د پلازمېنې یو شمېر صرافان او اوسېدونکي وايي، ویسټرن یونین او ماني ګرام شرکتونه د پیسو د لېږد لپاره د لوړ کمېشن د اخیستلو سربېره خپلې ټولې پیسې په افغانیو ورکوي او د بازار له نرخ څخه ډېر بهرني اسعار تبادله کوي.

عبدالله، د کابل اوسېدونکی وایی: «کله چې د ډالرو ارزښت لوړ و، نو لس سلنه يې اخیستل، او اوس چې د ډالر ارزښت ټيټ هم شو، لس سلنه اخلي، دا سلنه بايد راټيټه شي، خلک په رښتيا هم ستونزې لري.»

د ویسټرن یونین او ماني ګرام نمایندګیو (استازولیو) په دې اړه زموږ اړیکو ته ځواب نه دی ویلی.

خو د افغانستان د بانکونو د ټولنې پخوانی رئیس وايي چې په افغانستان کې د پیسو د خدمتونو وړاندې کوونکي شرکتونه د نورو هېوادونو په پرتله فعال نه دي او له همدې امله ویسټرن یونین او ماني ګرام شرکتونو په افغانستان کې د پیسو د لېږد لګښتونه زیات کړي دي.

سیر قریشي، اقتصادي کارپوه وایی: «د دې تر څنګ په افغانستان کې د هېواد د خطرونو، عملیاتي خطرونو او د دغو شرکتونو د شهرت خطر هم لوړ دی، له همدې امله د دوی لګښتونه لوړ دي. که موږ نورو هېوادونو ته وګورو چې پیسې لېږدوي، لکه بنګله دیش، سریلانکا، پاکستان او هند، د دوی کمېشم کم دی او خلک لاهم د خپلو پیسو ایستلو لپاره ډېر اختیار لري.»

د طالبانو لاس ته د افغانستان له سقوط وروسته ماني ګرام او ویسټرن یونین شرکتونو په افغانستان کې خپل فعالیتونه ودرول او د ۲۰۲۱ کال د سپټمبر په دوهمه د امریکا د مالیې وزارت له اجازې وروسته دغو دوو سترو شرکتونو په افغانستان کې د مالي خدمتونو په وړاندې کولو سره خپل فعالیت بیا پیل کړ.