په دې ورځو کې د پلازمېنې سړکونه له کارګر ماشومانو ډک دي، هغه ماشومان چې ښوونځي ته د تللو او زده کړو ته د دوام ورکولو پر ځای د خپلو کورنیو لپاره د ډوډۍ په موندلو بوخت دي.
په دې وروستیو کې د ماشومانو د ژغورنې صندوق ویلي، چې په افغانستان کې د کارګر ماشومانو شمېر د تېر کال په پرتله ۳۸ سلنه زیات شوی او په هېواد کې د بې وزلۍ لمن پراخه شوې ده.
دغه صندوق وايي، له دوه میلیونو ډېر کسان چې پنځوس سلنه یې ماشومان دي، بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.
د ماشومانو د ژغورنې صندوق د پالیسۍ مشاور خیبر تږي وویل: «د ماشومانو د کار کولو لاملونه پراخه بې وزلي، د اقلیم بدلون او د مرستو کموالی دی. موږ د افغانستان په ۱۸ ولایتونو کې ماشومان تر خپل ملاتړ لاندې ساتلي دي او زموږ هیله دا ده چې نړیواله ټولنه له موږ سره خپلې مرستې زیاتې کړي».
عبدالله په هېواد کې یو له هغو مزدورو ماشومانو څخه دی چې تر اتم ټولګي پورې یې زده کړې وکړې: خو بې وزلۍ له امله یې ښوونځی پرېښود او پر سړک یې کار پیل کړ.
دغه ماشوم کارکوونکې وايي: «په دې روژه کې د کور لګښتونه پيدا کوم».
يو بل ماشوم کار کوونکی صميم وايي: «په کور کې لس تنه لرو او د ورځې له ٦٠ تر ٧٠ افغانيو ګټم».
یو با ماشوم کارګر سليمان وايي: «زه د ورځې په سل افغانۍ کار کوم او کور ته یې وړم تر څو ډوډۍ واخلم.»
تر دې مخکې یونیسف هم سږ کال په یوه راپور کې د افغانستان د ماشومانو وضعیت «ناوړه» بللی وو.
که څه هم د ماشومانو د ژغورنې صندوق په افغانستان کې د کارګر ماشومانو له زیاتوالي اندېښمن دی؛ خو تر اوسه پورې په هېواد کې د ماشومانو د کارګرانو مشخصې احصایې نه دي وړاندې شوي.