د ملګرو ملتونو سرمنشي به د افغانستان په اړه د دوحې په غونډه کې د ګډون لپاره د یکشنبې په ورځ قطر ته ولاړ شي.
دغه سازمان ویلي دي چې د هېوادونو او سیمه ییزو سازمانونو له ځانګړيو استازو سره د انتونیو ګوتریش د ناستې موخه له افغانستان سره په منسجم، همغږي او جوړښتي توګه د نړیوال ګډون د څرنګوالي په اړه خبرې اترې دي.
ملګري ملتونه ټینګار کوي چې د دوحې په ناسته کې به د هېوادونو ځانګړي استازي د افغانستان له مدني ټولنې سره خبرې اترې وکړي او اړینه ده چې د دوحې په غونډه کې د افغان مېرمنو غږ واورېدل شي.
له دې سره هم مهاله د امریکا د سولې انسټیټیوټ هم ویلي، چې د ځانګړي استازي له ټاکلو سره د طالبانو مخالفت به دوی ته له شور پرته په امتیاز ورکولو او یا هم د سرلیک بدلول په همغږي کوونکي تمام شي.
په ورته مهال ۶۰ بنسټونو او مدني ډلو د هېوادونو ځانګړیو استازو ته په یوه پرانیستي لیک کې په افغانستان کې د یوه ټول ګډونه سیاسي حل د ترلاسه کولو لپاره د سولې د خبرو اترو غوښتنه کړې ده.
ټاکل شوې چې یکشنبه ورځ به دوحه د ملګرو ملتونو له سرمنشي سره د افغانستان په اړه د هېوادونو او سیمه ییزو سازمانونو له ځانګړیو استازو سره د غونډې کوربه وي.
هغه دوه ورځنۍ غونډه چې ټول ترتيبات یې نیول شوي دي. طالبانو له دوو مخکینو شرطونو؛ له دوی سره په لوړه کچه خبرې اترې او د افغانستان د خلکو په بشپړ استازیتوب، سره په دې غونډه کې د ګډون پرېکړه نه ده اعلان کړې. ملګرو ملتونو او د هېوادونو ځانګړیو استازو د طالبانو د دې شرط په اړه خپل غبرګون نه دی څرګند کړی.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند اسټیفان دوجاریک وايي: «د یکشنبې په ورځ، به سرمنشي د افغانستان په اړه د غړو هېوادونو او سیمه ییزو سازمانونو د ځانګړيو استازو په بله غونډه کې چې د فبرورۍ په ۱۸ او ۱۹مه نېټه جوړېږي د قطر پلازمېنې دوحې ته ولاړ شي. لکه څنګه چې مو د دې غونډې په لومړي اعلان کې اشاره کړې ده، د بحث موخه د افغانستان په اړه د خپلواکې ارزونې وړانديزونو ته په کتو، په منسجم، همغږي او جوړښتي ډول د نړیوال ګډون په اړه څرنګوالی دی.»
د متحده ایالاتو د سولې انسټیټیوټ د دوحې د ناستې ځینې احتمالي پایلې په ګوته کړې.
لومړی دا چې د ځانګړي استازي له ټاکلو سره د طالبانو مخالفت ښايي دوی ته له شور پرته یو امتیاز ورکړي تر څو ځانګړی استازی وکولای شي افغانستان ته سفر وکړي او یا هم سرلیک په همغږي کوونکي بدل شي.
دغه انسټیټیوټ ویلي، په هر حالت کې، واشنګټن نه غواړي چې د ځانګړي استازي ماموریت کمزوری یا له منځه یوړل شي.
دویم، لږترلږه د اوږدې مودې لپاره د طالبانو د رسمیت پېژندلو لپاره د مخینوي اجماع ساتل. درېیم، د دوحې په ناسته کې د ښځو د حقونو د فعالانو قوي ګډون کولی شي د نړیوالې اجماع له پیاوړتیا سره مرسته وکړي، ترڅو د ښځو د حقونو په برخه کې له پرمختګ پرته، د طالبانو له عادي کېدلو مخنیوی وشي او په پای کې له افغانستان سره د بشردوستانه چارو د دوام لپاره د هېوادونو ژمنې پیاوړې شي.
سیاسي فعاله نازیلا جمشیدي وايي: «دا د نړیوالې ټولنې لپاره یو فرصت دی چې وښيي تر هغه چې تاسو {طالبان} زموږ غوښتنې ونه منئ؛ زموږ غوښتنو ته د بشري حقونو د مسئلو، د یوه ټول ګډونه حکومت جوړول او د افغانانو غوښتنو ته درناوی. موږ په هيڅ صورت تاسو ته مشروعیت نه درکوو. او په غونډه کې ستاسو شتون یا نه شتون د نړۍ لپاره هیڅ معنی نه لري.»
د افغانستان دننه او بهر ۶۰ بنسټونو او مدني ډلو د دوحې په غونډه کې د زیات شمېر ښځو په شتون سره د یادو هېوادونو ځانګړيو استازو ته پنځه غوښتنې وړاندې کړې دي.
لومړی، د ټولو اړخونو تر منځ د سولې خبرې اترې، د ښځو په شتون او د نړیوالو بنسټونو په کوربه توب د یوې ټول ګډونه سیاسي حل لارې ته د رسېدو لپاره. دویم، له خلکو څخه د کورني مشروعیت ترلاسه کول. درېیم، طالبان باید عادي نه شي. څلورم، د طالبانو له خوا د جنسیتي اپارتاید په رسمیت پېژندل او پنځم، له ټولو خواوو، په ځانګړې توګه له ښځو سره د ځانګړي استازي خبرې اترې او د پخلاینې د برابرولو لپاره د هغه هڅې.
د ښځو د حقونو فعاله مریم معروف آروین وايي: «موږ هیله لرو چې نړیواله ټولنه به یوه مناسبه فضا رامنځته کړي او د طالبانو د ځان اعلان شوي حکومت پر بدیل به غور وکړي، چې یو مشروع، دیموکراتیک او غیر متمرکز حکومت دی.»
د امنیت شورا د ډسمبر د پریکړه لیک پر بنسټ، تمه کېږي چې د دوحې غونډه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د ټاکلو او د تماس د یوې ډلې د جوړولو لپاره جوړه شي. له یوې خوا به په نړیواله ټولنه کې د افغانستان د ادغام بهیر پیل شي او له بلې خوا به د افغانستان جوړښت د ښځو او غیر طالب سیاسي ځواکونو په ګډون ټول ګډونه شي، خو طالبانو تر اوسه د دې پروسې اصلي برخې نه ده منلې.