د ۲۰۱۵ کال د اپریل په میاشت کې نواز شریف د یوه لوړ پوړي پاکستاني پلاوي په مشرۍ د پاکستان چی په هغه کی د پوځ لوی درستیز جنرال راحیل شریف، د آی ایس آی مشر جنرال رضوان اختر، د ملي امنیت سلاکار سرتاج عزیز، د مالیې وزیر اسحاق ډار او یو شمیر نور لوړ پوړي چارواکي په ګډون کابل ته ته سفر وکړ. کابل.
له رسمیاتو او تشریفاتو وروسته د افغانستان او پاکستان ترمنځ رسمی ناسته پیل شوه. د افغانستان د جمهور رئیس له رسمي او دیپلوماتیکو هرکلي او روغبړ څخه وروسته، ښاغلي نواز شریف د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوله ییز ګاونډیتوب د اهمیت په اړه لنډه وینا وکړه، چې په ظاهر کی یې د ښه ګاونډیتوب پیغام لرلو.
وروسته له هغه چې د پاکستان د پوځ د لوی درستیز راحیل شریف ته نوبت ورغی، د مجلس فضا په بشپړه توګه بدله شوه.
په ډیر کبر او غرور سره يې په دې ډول خبرې پیل کړی او ولسمشر اشرف غنی یې مخاطب کړ؛
«ښاغلی ولسمشر! د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوله هغه وخت راتلای شي چې ښاغلی نبیل د تحریک طالبان پاکستان مشر مولوي فضل الله امیر او د دغې ډلې یو شمېر نور مشران د افغانستان د ملي امنیت د ریاست په موټرو کې له یوه ځای څخه بل ځای ته انتقال نکړی او امکانات/اسانتیاوی او د هستوګنې لپاره د ملی امنیت په میلمستونونو کې ځای ورته برابر نکړی.»
د راحیل شریف په خبرو سره د غونډې په فضا کې د څو شیبو لپاره یوه سړه چوپتیا خپره شوه. ما له ولسمشر غني څخه اجازه وغوښته او د مېلمه پالنې د حرمت په ساتلو سره [په داسې حال کې چې نواز شریف ماته کتل] اجازه ترلاسه کړه، او جنرال راحیل شریف می مخاطب وګرځاوه:
«جنرال صاحب! دا ته چی څه وایې سم ندی؛ زموږ سیاسي نظام داسې نه دی. زموږ په حکومت کې، کله چې ولسمشر حکم/فرمان صادرکړي، موږ ټول، تر ټیټې کچې پورې، د هغې اطاعت ته ژمن یو. مګر ستاسو سیسټم توپیر لري. د افغانستان ولسمشر هېڅکله د ترهګرو ډلو د ملاتړ امر نه دی صادر کړی. افغانستان د ترهګرۍ قرباني دی، نه د ترهګرۍ صادرونکی. که تاسی د خپلې ادعا د ثابتولو لپاره یو سند وړاندې کړې، زه چمتو یم چې محکمې ته لاړ شم. خو که زه د اسلام آباد په مري، د پيښور په حيات اباد، د کراچۍ او کویټۍ او نورو ډېرو ځايونو کې د طالبانو د لوړ پوړو غړو له کورونو، ويډيوګانو، غږیږ فایلونو او ټليفونونو کره اسناد شريک کړم، نو تاسو به څه ووايي او ستاسو غبرګون به څه وي؟»
زما دا خبرې لکه په اور چی اوبه تویې شي؛ او په نواز شریف یې ډېر اغېز وکړ او د هغه مخ تور واوښت او تندی یې تریو شو.
په ورته وخت کې راحیل شریف او رضوان اختر [په عین وخت کې] دواړو زما په ځواب کې په تلوار سره وویل چې: “زموږ نظام هم داسې دی چې هرکله چې صدراعظم لارښوونه وکړي، پوځ یې د پلي کولو مکلف دی.”
هغه ورځ نور مجلسونه هم وشول خو نواز شریف د سفر تر پایه پورې په دې اړه خبرو ته ډېر لېوالتیا ونه ښوده.
له ولسمشر او اجرائيه رئيس سره د پاکستاني پلاوي ناسته پای ته ورسېدی او مېلمه پلاوى اسلام اباد ته د ستنېدو لپاره د ګلخانی په لابي کې انتظار وو.
د افغانستان ولسمشر او د پاکستان صدراعظم د ولسمشر په دفتر کی وو (د دیپلوماتیکو دودونو له مخې، د پلاوي مشر د څو دقیقو لپاره سفر ارزوي).
زما په ګډون افغان پلاوی د پاکستان د پلاوي د الوداع لپاره د ګلخانی ماڼۍ په لومړی پوړ کې انتظار وو، چې مختار (د ولسمشر سکرتر) ماته راغی او ویې ویل چې ولسمشر دی غواړي. زه تر یوه حده د خپلو خبرو په اړه په فکر کی شوم او وکړ خپلو خبرو څخه د دفاع چمتوالی نیوه؛ کله چې زه د ولسمشردفتر ته ننوتم، نواز شریف پورته شو او زما په لور یې یو څو ګامونه پورته کړل، [په داسې حال کې چې زه حیران وم]، لاس یې راکړ او مننه یې وکړه او ویې ویل: “تر دې دمه زما په مخ کې زما جنرالانو نه په دې روښانه لهجه چا خبری نه وی کړی او زه له دې امله ستا څخه مننه کوم.”
پایله: په تېرو وختونو کې نواز شریف له هند او افغانستان سره د سیاسي اړیکو د پیلولو/جوړولو او د پاکستان د اقتصادي چارو د پرمخ بیولو لپاره هلې ځلې کولې. خو د پاکستان پوځ د دې کار سخت مخالف و.
چی په پایله کی هغه او د هغه کورنۍ یې په مختلفو جرمونو متهم، زنداني او بالاخره جلاوطن شول.
خو اوس یو ځل بیا ښکاري چی؛ ښاغلی شریف په ۷۵ کلنۍ کې د خپل ګوند (مسلم لیګ) په مرسته د څلورم ځل لپاره له پاکستاني جنرالانو سره سیاسی کوږدن ته چمتو شوی. د دې لپاره چې پوه شو چې د پاکستان او د نړۍ د سیاستونو موسیقۍ به له ټاکنو وروسته د نواز شریف او د نظامی جنرالو د دی واری سیاسی کوږدن ته څه ډول سندرې غږوي، باید انتظار وباسو.
نوټ: دا انځور د هماغه ورځی د مجلس دی.