د امریکا د بهرنیو چارو وزیر تل ابیب ته تللی ترڅو د اسراییلو له لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو سره د خپل څو ورځني سفر پایلې شریکې کړي.
بلینکن اسراییلي مشرانو ته ویلي چې که د یوه فلسطیني هېواد د جوړولو لپاره لاره هواره شي نو د عربي ګاونډیانو لخوا د منلو چانس شتون لري.
د اسراییلو او حماس ترمنځ د جګړې له پیل راهیسې، بلینکن څلور ځله سیمې ته سفر کړی ترڅو د جګړې پای ته رسولو لپاره اوږدمهاله لاره ومومي.
په داسې حال کې چې له ۹۵ ورځو راهیسې دا جګړه لا هم دوام لري اسراییلو د غزې تړانګې د مرکز او د سویل په ځینو برخو بمباري کړې ده.
او د الاقصی روغتون هم له کاره لوېدلی دی؛ خو هره شېبه په دغه روغتون کې د ټپیانو شمېر زیاتېږي.
په رفع کې خلکو ته د خوراکي توکو د وېش همغږي کوونکی محمد وايي: «د بې ځایه شویو کسانو شمېر ورځ په ورځ مخ په زیاتېدو دی، د نه منلو وړ شمېر، له یو میلیون او اته سوه زرو څخه زیات بې ځایه شوي. ځینې یې په ښوونځیو کې ژوند کوي، ځینې نور یې په سړکونو، کورونو کې ژوند کوي او ځینې یې د اوسېدو لپاره ځای نه شي موندلی، دوی ټول د رفح ښار بې ځایه شوي خلک دي.»
د حماس جنګیالیو په خان یونس کې یو شمېر اسراییلي ټانکونه او سرتېري هم په نښه کړي دي.
اسرايیل اعلان کړی، چې د ځمکني برید له پیل راهیسې یې ۱۸۲ پوځیان وژل شوي دي.
خو واشنګټن او اسرايیلو د اوربند ټینګولو ته شین څراغ نه دی ښودلی. اسراییل هم غواړي چې د حماس د له منځه وړلو او د ټولو یرغمل شویو خوشې کولو پورې خپلو بریدونو ته دوام ورکړي.
د یرغمل شویو کورنیو له غزې سره د مرستو د بندولو غوښتنه کړې ده.
د یوه یرغمل شوي پلار شي وانکرټ وايي: «زما زوی ۹۵ ورځې وړاندې وتښتول شو. هغه ناروغ دی. زه پوهېږم چې هغه باید خوشې شي. موږ د هغو موټرونو ودرول غواړو چې بشردوستانه مرستې لېږدوي، ځکه چې ټاکل شوې؛ بشردوستانه باید د بشردوستانه لپاره ووسي، نه یو اړخیز. یرغمل شوي وژغورئ.»
له بلې خوا د حزب الله د ځانګړو ځواکونو د قوماندان له وژل کېدو وروسته دغې ډلې په بې پیلوټه الوتکې سره د اسرائیلو پر مرکزونو بریدونه وکړل.
په ځواب کې اسراییلو د لبنان په سویل کې د حزب الله مرکزونه په خپلو بریدونو سره په نښه کړل چې تر اوسه یې جزییات نه دي خپاره شوي.