هغه فلسطینیان چې د اسراییلو او حماس ترمنځ نښتو له پيله بېځایه شوي، د خوړو او سرپناه له کمښت سره مخ دي او د خپلو لومړنیو اړتیاوو د برابرولو لپاره هڅې کوي.
ډېری دا بېځایه شوي څو ځله اړ شوي چې له غزې ښار څخه د غزې تړانګې مرکز ته کډه وکړي.
یو دغه بېځایه شوی ام حمدي دی چې دا وضعیت یې «نړیواله کډالي» بللې ده.
حمدي وویل: «د شپې مو له سرپناه پرته په باران او سړه هوا کې له ماشومانو او بوډاګانو سره تېرولې، له لومړنیو توکو لکه شړیو او توشکو پرته.»
د پنجشنبې په ورځ لسګونه زره تنه د نصیرات، بریج او مغازي په شان ګڼ میشتو سیمو څخه وتښتېدل او د مدیترانې ترڅنګ دیرالبلاح ګڼ میشته ښار ته ولاړل او په موقتو پنډغالیو کې میشت شول.
له بلې خوا، د ملګروملتونو د مرستې او کار سازمان رپوټ ورکړی چې د ماشومانو، امیندواره ښځو، معلولینو او بوډاګانو په ګډون څه د پاسه ۱۵۰ زره تنه له سرپناه پرته بېځایه شوي دي.
په غزه کې نښتې هغه مهال پیل شوې چې د حماس جنګیالیو د اکتوبر په اوومه نېټه پر اسراییلي ښارونو برید وکړ.
اسراییلو پوځیانو د دې برید په ځواب کې د غزې تړانګه کلابنده کړه او برید یې پرې وکړ.
په دغه جګړه کې تراوسه لسګونه زره تنه مړه او ټپیان شوي او همداراز سلګونه زره نور هم بېځایه شوي دي.
د رپوټونو له مخې، تراوسه ۲۱ زره او ۳۲۰ تن فلسطینیان وژل شوي چې د غزې تړانګې د ټولو وګړو یو سلنه جوړوي.