د پوهنتونونو تړلې پاتې کېدل د دې لامل شوي چې ځینې محصلینې د اړتیا له مخې په پټه توګه آنلاین زده کړه وکړي.
خو دغه محصلینې وايي چې آنلاین زده کړې ښه انتخاب نه دی.
دوی په دې باور دي چې د نجونو پر زده کړو د محدودیتونو دوام به د نالوستو او بې مهارتو ښځو نسل رامنځته کړي.
هغه نجونې چې پوهنتونونو ته له تګ منع شوي وايي، خپل ځان بې روحه جسد ګڼي.
له پوهنتون یو کال لېرې، پرې له دردونو او محرومیتونو ډک کال تېر شو.
هغې د جوزجان د ینګي کلا له لېرې پراته کلي څخه د کابل پوهنتون د طب پوهنځي ته لاره پیدا کړې وه.
اوس خپلې پخوانۍ لاسته راوړنې یو په یو شمېري – هغه لاسته راوړنې چې یوازې د همدې کاغذونو پر مخ پاتې دي او نور یې هیڅ درد نه دوا کوي.
اوس په آنلاین توګه زده کړې کوي.
وايي، لاسونه يې تش دي او کورنۍ يې هم له ډاره نه پرېږدي چې د خپلو زده کړو د حق لپاره مبارزه وکړي.
خو مسعوده بختوره ده چې لږ تر لږه په پټه او آنلاین زده کړې کوي، د افغانستان په یوه بله څنډه کې دلته په بادغیس ولایت کې د هغې نجلۍ د ژوند کیسه کوو چې د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د څلورم کال محصله وه. په دې یو کال کې د زده کړو له فضا لېرې والي او د له لاسه تللیو خوبونو په اړه اندیښنو د هغه د ژوند په ټولو اړخونو سیوري غوړولی.
د بادغیس ولایت محصله نور حوا قادسي وايي: «ډېر زیار مې وویست څو دې ځای ته ورسېږم. هیله مې دا ده چې پوهنتونونه بیا پرانستل شي، ځکه موږ په کور ناستې شوي یو او دې مسلې زموږ په مورال ناوړه اغیزه کړې ده. موږ ډېر زیار ویستی چې دې ځای ته رسېدلي یوو. پوهنتون ته زموږ نه تګ داسې دی لکه یو نوی ګل چې تازه غوړېدو ته ورسیږي او بېرته ورژیږي، موږ همداسې شوي یوو. او هیله لرم چې د پوهنتون دروازې بیا پرانیستل شي.»
د نجونو محصلینو دا غمجنې کیسې پای ته نه رسیږي، له بادغیس لږ وړاندې، دلته په هرات کې، موږ یوه بله محصله وینو چې یوازې د خپلې خوشالۍ لپاره د زده کړو په اړه لیکل کوي – هغه لیکنې چې هېڅ پیرودونکي نه لري او د مایوسۍ له څپو سره ملې دي.
یوه بله محصله فاطمه میوندوال وایي: «لکه څنګه چې پوهېږئ، له هغې ورځې چې پوهنتونونه وتړل شول نږدې یو کال کیږي، زه او په زرګونو نورې نجونې له رواني او روحي ستونزو سره مخ شوي یوو، ځکه چې کله موږ پوهنتون ته تللو، لږ تر لږه مو خپل راتلونکی تضمینولی شو او وروسته له زده کړو مو د خپل راتلونکي لپاره پلان درلود چې فکر وکړو چې په راتلونکي کې به څه کیږو او څه دنده باید ولرو، اوس چې موږ په کور ناستې شوي یوو، هیڅ نه پوهیږو، حتی زموږ راتلونکی هم تیاره دی.»
دغه محصلینې وايي، چې له انلاين زده کړو پرته بله چاره نه لري، اوس د هغو نجونو کره شمېر چې په انلاين ډول زده کړې کوي، په لاس کې نشته.
افغانستان شاوخوا ۴۹ دولتي پوهنتونونه او ۱۳۰ خصوصي پوهنتونونه لري.
شمېرې ښیي چې په ۲۰۰۱ کال کې یوازې ۸۰۰۰ محصلینو د افغانستان په پوهنتونونو کې نوملیکنه وه، هغه شمېره چې تر ۲۰۲۰ کال پورې ۴۰۰ زره تنو محصلینو ته لوړه شو چې له جملې یې ۱۰۰ زره نجونې او ښځې وې.