له مسکو د افغانستان د ژغورنې لپاره د مقاومت شورا غړي محمد محقق په افغانستان کې د امریکا شل کلن حضور په داسې حال کې ناقانونه وباله، چې یو شمېر کارپوهان وايي، نوموړی د امریکا د دوه لسیزو په ملاتړ نظام کې په لوړو سیاسي پوستونو کې و.
محمد محقق په ۲۰۰۱ کال کې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو له شتون سره هم مهاله د موقت حکومت د مرستیال په توګه و او له هغه وروسته یې د پلان جوړونې د وزیر، د ولسي جرګې د غړي، د اجرائیه ریاست د مرستیال او د اشرف غني سلاکار په توګه کار کړی دی.
ځینې کارپوهان وايي چې د هغه نوی دریځ د مسکو ملاتړ د ترلاسه کولو لپاره هڅه ده. ښاغلی محقق وايي، د سیمې هېوادونه کولای شي د افغانستان کړکېچ حل کړي، نه امریکا.
د پنجشنبې غونډه؛ د طالبانو مخالفین په په مسکو کې؛ د مقاومت له شورا څخه، چې ډېری سیاستوال یې غړي دي، یوازې محمد محقق دلته دی.
ښاغلي محقق د لومړي ځل لپاره له مسکو په افغانستان کې د امریکا د دوو لسیزو حضور ناقانونه وباله او د افغانستان د تورو ورځو پړه یې پر امریکا واچوله.
ښاغلی محقق وايي: «په افغانستان کې ټولې بدبختۍ د امریکا د شل کلن غیر قانوني حضور له امله دي او ټولې تراژیدۍ د دوی [امریکا] او طالبانو ترمنځ شریکې دي.»
خو که لږ شاته وګرځو، په څه دپاسه دوو لسیزو کې د افغانستان او امریکا په سیاستونو کې محمد محقق مهم رول درلود.
د ۲۰۰۱ کال په ډسمبر میاشت کې دلته ښاغلی محقق د موقت حکومت د مرستیال په توګه راښکاره شو چې د بن له هوکړې وروسته په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو تر مستقیم ملاتړ لاندې وو. په هغه نظام کې چې امریکا یې ستنه جوړه کړه، محمد محقق د پلان جوړونې وزیر، بیا د ولسي جرګې غړی او په پای کې یو مهم مقام ترلاسه کوي؛ د افغانستان د اجراییه ریاست مرستیال، هغه جوړښت چې د ۲۰۱۴ کال په ټاکنو کې یې د امریکا په منځګړیتوب سر راپورته کړ.
په ۲۰۲۱ کال کې محمد محقق په امنیتي چارو کې د اشرف غني ستر سلاکار شو. په داسې حال کې چې ویل یې، ښاغلی غني د امریکایانو لاسپوڅی دی.
په وروستیو دوو لسیزو کې د محمد محقق مقامونه په لاندې ډول دي: په ۲۰۰۱ کال کې د افغانستان د موقت حکومت مرستیال، له ۲۰۰۱-۲۰۰۲، د افغانستان د پلان وزیر، د ولسي جرګې د ۱۵مې او ۱۶مې دورې استازی، د اجراییه ریاست مرستیال او د اشرف غني ستر سیاسي-امنیتي سلاکار.
سیاسي کارپوه ولي فروزان وايي: په افغانستان کې د امریکا له شتون ډیره ګټه همدوی پورته کړه. هغوی وو چې امریکا ته یې مشروعیت ورکړ، همدوی وو. ورسره یې کار وکړ او مقام یې خپل کړ.»
د نورو سیاسي بهیرونو تر څنګ، محمد محقق د طالبانو په لاس د افغانستان له سقوط مخکې لږ تر لږه د سولې په خبرو کې یو سیاسي لوری هم و. لکه څنګه چې د امریکا استازي ورسره لیدل.
د روان کال د اپرېل په ۱۷مه د محمد محقق په مشرۍ د وحدت ګوند مرستیال د امریکا له ځانګړي استازي ټام ویسټ سره ولیدل. دا انځور هم د روان کال د جنورۍ یوولسمې نېټې ته ور ګرځي د امریکا له یوه سیاسي-امنیتي پلاوي سره د ښاغلي محقق لیدنه او خبرې اترې.
اوس څه پېښ شول چې له دوو لسیزو وروسته د مقاومت شورا غړي محمد محقق په افغانستان کې د امریکا شتون غیر قانوني بللی او د افغانستان د کړکیچ حل په سیمه کې ګوري، هغه هم په روسیه کې.
د پوهنتون استاد اکمل بقا وایي: «دا سیاستوال نور په نړیوالو دریځونو کې د افغانستان د استازو په توګه ځای نه لري. زما په باور، دا څرګندونې د لویدیځوالو او امریکا د پام اړولو پرته بل دلیل نه لري.»
امریکا ویلي وو چې د ۲۰۲۱ کال د سولې مخکینۍ خبرې به د طالبانو، د اشرف غني د حکومت او سیاسي ډلو په شتون سره د حکومت د جوړیدو لامل شي، خو د اګست په ۱۵مه یې معامله ګډوډه کړه او له طالبانو پرته نور سیاسي قوتونه څنډې ته شول.
محمد محقق وايي، د امریکا او طالبانو سولې د افغانستان د بربادۍ سند لاسلیک کړ.
د هغه هېواد سوله، چې ښاغلي محقق په کې کلونه کلونه د امریکا په ملاتړ نظام کې کار وکړ او معاش یې واخیست.
ومو غوښتل چې له ښاغلي محقق هم د نوي نظر د لامل په اړه یې وپوښتو، خو نوموړي په دې اړه اړیکو ته ځواب ور نه کړ.