له پاکستانه یو شمېر راستانه شوي کډوال چې زابل ولایت کې ځای پر ځای شوي د سرپناه او د لومړنیو آسانتیاوو له نشتوالي شکایت کوي.
دغه راستنېدونکي وايي چې د ژمي موسم په پیل او د امکاناتو د نشتوالي له امله له ګڼو ننګونو سره مخ دي او راتلونکی یې په بشپړه توګه ناڅرګند دی.
دوی ټینګار کوي، چې نه پاکو اوبو ته لاسرسی لري، نه سرپناه، نه روغتیايي مرکزونو او درملو ته او له مرستندویه بنسټونو غواړي، چې د دوی ستونزو ته جدي پاملرنه وکړي.
د زابل ولایت د مرکز کقات په یوه څنډه کې هغه راستانه شوي کسان وینو چې له پاکستانه راغلي او د چای یوې پیالې په څښلو د څو شیبو لپاره آرام کوي.
که څه هم پوهیږي چې د سرپناه او د لومړنیو اسانتیاوو په نشتوالي کې نا روښانه راتلونکی په مخ کې لري.
له پاکستانه راستون شوی سید ګل وايي: «موږ چې دلته راغلي يو نه کورونه لرو او نه هم اسانتياوې. ځينې خپلې ورځې او شپې په خيمو او ځينې په دوکانونو کې تېروي او واقعاً زموږ لپاره ژوند ډېر سخت دی.»
له پاکستانه یو بل راستون شوی جمعه خان بیا وايي: «زموږ غوښتنه دا ده چې له دې ځایه هغه ځایونو ته انتقال کړي چې بازار ته نږدې وي او زموږ لپاره سرپناه جوړه کړي چې له دې وضعیته ووځو.»
اوس دوی یا په خیمو او یا هم په دوکانونو کې ژوند کوي. دوی د افغان کډوالو د شړلو لپاره د پاکستاني پولیسو د ناوړه چلند په اړه خبرې کوي.
احمد ولي د پاکستاني پولیسو له کړنو شکایت لري او وايي: «په موږ یې ژوند ډیر سخت کړی وو او چېرته نه شو تللی او هر ځای چې پولیسو لیدلو نیولو یې او موږ ته یې هېڅ لاره نه وه پرېښې، بالاخره موږ خپله پرېکړه وکړه چې په داسې وضعیت کې ژوند نه شو کولی او دلته راغلو.»
اوس د لومړنیو اسانتیاوو سره د یو ارام ژوند لرل د دغو راستنېدونکو ترټولو مهمه غوښتنه ده – هغه غوښتنه چې مرستندویه بنسټونه او سیمهيیز چارواکي ورته جدي پاملرنه وکړي.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ وروستی راپور ښيي چې تر دې دمه له پاکستانه ۳۳۵ زره کسان شړل شوي او یا هم راستانه شوي چې د اسانتیاوو د نشتوالي له امله له ګڼو ننګونو سره مخ دي.