ملګرو ملتونو راپور ورکړی چې افغانستان ته د راستنېدونکو کډوالو ۸۰ سلنه یې ښځې او نجونې دي.
د ملګرو ملتونو د ښځو د څانګې موندنې ښيي چې د دغو ښځو او نجونو له ډلې ۴۸ سلنه یې په ناوړه وضعیت کې دي.
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه ښيي چې له پاکستانه افغانستان ته راغلي اکثره نجونې د ۶ او ۱۷ کلونو ترمنځ دي او د طالبانو د بندیزونو له امله به له زده کړو بې برخې وي.
د دې ادارې په وینا، د راستنیدونکو کډوالو لوی شمېر یې د افغانستان د هویت پاڼې نه لري.
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې له دوو نورو ادارو سره په ګډه له پاکستانه د راستنېدونکو ښځو او نجونو وضعیت څېړلی دی.
په دغه راپور کې راغلي، له پاکستانه د راستنېدونکو کډوالو ۸۰ سلنه یې ښځې او ماشومان دي چې بېړنۍ سرپناه، روغتیايي خدمتونو او رواني ملاتړ ته اړتیا لري.
د دغه راپور موندنې ښيي چې د راستنېدونکو ۴۷ سلنه ځوانې نجونې دي چې په پاکستان کې یې ښوونیزو او زده کړیزو خدمتونو ته لاس رسی درلود خو په افغانستان کې د طالبانو د محدودیتونو له امله به دغو خدمتونو ته لاسرسی ونه لري.
د دغه راپور موندنې ښيي چې د راستنېدونکو له ډلې یوه برخه په پاکستان کې زېږېدلې او په افغانستان کې یې هېڅ ژوند نه دی کړی.
په دغه راپور کې راغلي چې راستنېدونکي افغانستان ته د راننوتلو او د نوم لیکنې په بهیر کې له ګڼو ننګونو سره مخ دي او زرګونه راستانه شوي کسان په سړه هوا کې د استوګنې په مرکزونو کې شپې تېروي.
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه وايي، چې ښځې او نجونې د لوړ خطر له ګواښ سره مخ دي او ښایي له جنسي تاوتریخوالي سره مخ شي.
په راپور کې ویل شوي: «په سیمه کې د ښځینه کارکوونکو د نشتوالي له امله، راستنیدونکو ښځو او نجونو ته د لومړنیو خدماتو وړاندې کول له ننګونو سره مخ دي. بشردوستانه سازمانونه په ځانګړې توګه د سپین بولدک په لاره د ښځینه کارکونکو د ګډون لپاره له ننګونو سره مخ دي، د ښځینه کارکوونکو شمیر ډیر کم دی. دا ستونزه د جنسي استثمار او ځورونې خطر زیاتوي.»
د ملګرو ملتونو په دغه راپور کې د خوراکي توکو او سرپناه نشتوالی د راستنیدونکو له لویو ستونزو بلل شوی دی.
له دغو راستنېدونکو يو شمېر يې وايي چې خپل ټول شته يې په پاکستان کې پرېښودل او له دې هېواده وتلو ته اړ شول.
په دغه راپور کې ویل شوي، چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته ګڼ شمېر افغانان پاکستان ته تللي دي.
پاکستان د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۳مه د بې اسناده کډوالو د شړلو طرح اعلان کړه او د روانې میاشتې په پیل کې یې د دې طرحې عملي کول پیل کړل.