افغانستان

په تېرو دوو کلونو کې له ایران سره د طالبانو اړیکو ته یوه کتنه

په تېر یوه کال کې د بل هر هېواد په پرتله د طالبانو او ایراني پلاوو او چارواکو ترمنځ لیده کاته ډېر شوې دي.

د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشت راهیسې تر ننه یعنې د ۲۰۲۳ کال د نومبر تر ۱۴مې طالب چارواکو ایران ته اته سفرونه کړي دي.

په مقابل کې یې د ایران د وسله والو ځواکونو د لوی درستیز د مرستیال په ګډون څلور ایراني پلاوي افغانستان ته په جلا جلا سفرونو راغلي او ټاکل شوې چې پنځم سفر یې هم په نږدې راتلونکي کې ترسره شي.

دا لیدنې په داسې حال کې شوي، چې د آمو د موندنو پر بنسټ، په څلورو مواردو کې د طالبانو او ایراني پوله ساتو ترمنځ پوځي نښتې شوي، چې په پایله کې یې دوه ایراني پوله ساتي هم وژل شوي دي.

له بلې خوا د طالبانو او تهران ترمنځ د حقابې پر سر شخړه د «خبردارۍ» تر حده ورسېده. د

طالبانو او تهران تر منځ په اړیکو کې دوه کالنه ترینګلتیا، خو طالبانو ته د ایران خلاصه سیاسي غیږ د څه لپاره ده؟

د تهران او طالبانو تر منځ تودې اړیکې د ۲۰۲۳ کال د فبرورۍ په ۲۷مه هغه مهال د د رسنیو د سر ټکي شول، چې په تهران کې د افغانستان سفارت طالبانو ته وسپارل شو.

که څه هم د تېر حکومت د ډیپلوماتانو یوه سرچینه آمو ته وایي، چې له طالبانو سره د تهران د پټو اړیکو مخینه ۲۰۰۳ کال ته رسیږي.

د سرچينې په وينا، ايران خپلې اړیکې د “امنيتي اندېښنو” له مخې د “افغانستان د ستونزې د هواري لپاره کوربه توب” بولي.

د سفارت سپارل د تعامل لپاره نه لومړنی او نه وروستی ګام و. داسې ښکاري چې طالبانو واک ته د راتګ له پیل راهیسې ایران ته یو لوی حساب پرانیستی و، ځکه چې واک ته د دوی له راتګ وروسته د طالبانو د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیرخان متقي لومړنی بهرنی سفر تهران ته وو.

د دغه سفر په ګډون، طالب چارواکو چې یو شمېر یې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له خوا د سفر له بندیز سره هم مخ دي، په تېرو دوو کلونو کې ایران ته اته سفرونه کړي دي چې د ۲۰۲۲ کال د جنورۍ په نهمه د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي سفر، د ۲۰۲۲ کال د دسمبر په دوولسمه د طالبانو تر ادارې لاندې د کډوالو چارو وزارت د لوړ پوړي پلاوي سفر په دې سفر کې په ایران کې د ۴.۵ میلیونه افغان کډوالو د وضعیت په اړه خبرې وشوې، د ۲۰۲۳ کال د فبرورۍ په ۲۳مه طالبانو د لوی څارنوال شمس الدین شریعتي سفر چې ایران کې د شپږ زره افغان بندیانو په اړه خبرې وشوې، د ۲۰۲۳ کال د مارچ په ۱۴مه د طالبانو تر ادارې لاندې د کډوالو وزارت د لوړ پوړي پلاوي سفر چې ایران کې د ۴.۵ میلیونه افغان کډوالو د وضعیت په اړه خبرې وشوې، د ۲۰۲۳ کال د مارچ په۱۱مه د طالبانو تر ادارې لاندې د سوداګرۍ وزارت د سرپرست سفر، د ۲۰۲۳ کال د سپتمبر په ۳۰مه د طالبانو د پلاوي سفر د اسلامي وحدت غونډه، د ۲۰۲۳ کال د نومبر په څلورمه د طالبانو د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال ملاعبدالغني برادر سفر، د ۲۰۲۳ کال د نومبر په یوولسمه د طالبانو تر ادارې لاندې د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر عبداللطیف منصور سفر پکې شامل دي.

خو د دې ټولو سفرونو په منځ کې د طالبانو د یوه ۳۰ کسیز پلاوي په مشرۍ د د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر وروستي سفر د ټولو سفرونو په پرتله یو څه غوغاوې راپورته کړې او له ایران سره یې د طالبانو تودې اړیکې لا رابرسېره کړې.

طالبانو تر اوسه د ایران په ګډون هېڅ کوم هیواد په رسمیت نه دي پیژندلي، خو د ایران حکومت ته نږدې ځینو رسنیو د دغه سفر پر مهال ښاغلی برادر د «افغان حکومت د لومړي وزیر د مرستیال» په توګه معرفي کړ.

عبدالغني برادر او ورسره پلاوي په دغه پنځه ورځني سفر کې له ایرانیانو سره پنځه هوکړه لیکونه لاسلیک کړل او د ولسمشر له مرستیال محمد مخبر، د بهرنیو چارو له وزیر حسین امیر عبداللهیان، د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي او د ایران د کرنې او انرژۍ له وزیرانو سره یې ولیدل.

د طالبانو د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر وايي: «دا سفرونه بهرنیو هېوادونو ته د افغاني توکو لپاره د اسانه او ارزانه لارې د موندلو په موخه وو.»

د ايران له لوري په تېرو دوو کلونو کې د ايران د وسله والو ځواکونو د لوى درستيز د مرستيال بهرام حسين مطلق په ګډون څلور ايراني پلاوي په جلا جلا سفرونو کابل ته تللي او د راپورونو پر بنسټ ټاکل شوې چې د ايران يو قضايي پلاوی هم په نږدې راتلونکې کې کابل ته سفر وکړي.

د طالبانو په واکمنۍ کې افغانستان ته د ایراني پلاوو سفرونه: د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په اتمه د اقتصادي پلاوي سفر، د ۲۰۲۳ کال د اګست په ۲۸مه پارلماني پلاوي سفر، د ۲۰۲۳ کال د اګسټ په اتمه د حقابې د مسئلې په اړه د یوولس کسیز پلاوي سفر، د ۲۰۲۳ کال د می په ۲۱مه د پوځي پلاوي سفر او په نږدې راتلونکي کې د قضایې پلاوي سفر.

ظاهراً ایران هم د طالبانو پر مخ لوی حساب پرانیستی، ځکه په تېرو دوو کلونو کې د ایراني پوله ساتو ځواکونو تر منځ څلور سرحدي نښتې او د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې د طالبانو له خوا د دوو ایراني پوله ساتو وژل کېدو لا هم له طالبانو سره د تهران د تعامل مخه نه ده نیولې.

د ایران له پوله ساتو ځواکونو سره د طالبانو نښتې: لومړۍ شخړه، د ۲۰۲۱ کال د دسمبر په لومړۍ، دویمه د ۲۰۲۲ کال د مارچ په اوومه، درېیمه شخړه د ۲۰۲۲ کال د مارچ په یوولسمه او څلورمه شخړه د ۲۰۲۳ کال د مې په ۲۷مه. په دغو نښتو کې دوه ایراني پوله ساتي هم وژل شوي دي.

خو د حقابې په مسله کې د طالبانو او تهران اړیکې هم له ازمایښته بریالۍ را ووتې. که څه هم اختلافات د عسکرو تر منځ له جګړې هم پورته لاړل، ابراهیم رئیسي طالبانو ته خبرداری ورکړ چې د ایران حقابه دې ورکړي.

د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي ویلي وو: «زه د افغانستان واکمنانو ته اخطار ورکوم چې سمدستي دې د سیستان و بلوچستان د خلکو حق ورکړي.»

داسې ښکاري چې طالبانو هم د تهران په پرتله په خپلو سیاسي محاسبو کې له دوی سره د تعامل په مسله کې د ایران د حقابې حساسیت هم شامل کړی دی، ځکه د ۱۳۵۱ کال د تړون خلاف چې د هلمند د اوبو په برخه کې یې د ایران ونډه مشخصه کړې وه، ایراني پلاوي ته اجازه ورکړل شوه چې د اوبو د بندونو وضعیت وڅاري او ډاډه شي چې د حق‌ابې د کموالي لامل وچکالي ده.

د ۱۳۵۱ کال د تړون له مخې چې د ایران او افغانستان د وخت د لومړیو وزیرانو ترمنځ لاسلیک شوی وو، ایران کولای شي د اوبو د ۳ میلیارده متر مکعب حجم پر مهال په عادي کلونو کې په کال کې ۸۲۰ میلیونه متر مکعبه اوبه ترلاسه کړي. خو د وچکالۍ په کلونو کې دا اندازه د اوبو له وضعیت سره متناسبه ده، خو اوس ولې ایران د حقابې د مسلې پر وړاندې طالبانو ته دومره لوړ سیاسي امیتاز ورکوي؟

د اوبو او چاپېریالي چارو څېړونکی عبدالله فهیم وايي: «د ایران موخه دا ده چې د سیستان او بلوچستان ولایتونه چې له دې اوبو په مستقیم ډول ګټه پورته کوي، وچ نه شي. ځکه دا به نورو سیمو ته د دې ولایتونو د زیات شمیر اوسیدونکو د کډه کېدو لامل شي. د کرنې زېرمې او نادر مرغان به وتښتي. او نورې چاپیریالي مسلې.»

په سیاسي اړخ کې هم ایران په پرله پسې ډول ویلي چې د افغانستان د ستونزې حل په ټول ګډونه حکومت کې دی، خو طالبانو په سیاسي کنایې کې د تهران دې غوښتنې ته ځواب ورکړی.

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي ویلي: «ته چې ما ته د ټول ګډونه مشوره راکوې، خپله دې ټوله ګډونه جوړ کړی، د خپلو خلکو حقونه دې ورکړي، دومره خلک زموږ په زندانونو کې نشته لکه تاسو یې چې اعداموئ.»

که څه هم ظاهراً تهران به په افغانستان کې د ټول ګډونه حکومت د رامنځته کولو په برخه کې د طالبانو له کړنو ناهیلي شوی وي، خو د ځینو شننو پر بنسټ ایران د فلسطین او اسرائیلو او امریکا سره د سیاسي لوبې په مسئله کې د طالبانو تعامل او لاس ته اړتیا لري.

داسې برېښي چې له طالبانو سره د تعامل لپاره د اسلام اباد د شا ته کېدو هڅو او د بې اسنادو افغان کډوالو د جبري شړلو موضوع د ایران په مسئله کې طالبان نور هم محتاط کړي، څو د ایران په مسئله کې هم دغه تریخ برخلیک تکرار نه شي. د ایران اقداماتو ته په پام سره، دغه هېواد هم ظاهراً لېوالتیا لري چې د پاکستان خالي ځای د خپلې ګټې لپاره وکاروي.

په پولنډ کې د افغانستان د سفارت مرستیاله نګاره میرداد وایي: «طالبان ارزانه سرتېري دي، له ډیر ویجاړونکي ځواک سره. په دې ویجاړونکي ځواک سره، څومره کولی شي چې په سیمه کې د ایران په نیابتي جګړو کې همکار شي. په همدې شننې سره، موږ د ایران او طالبانو د ستراتیژیکي ژورتیا اټکل کولی شو.»

له دې ټولو سره سره د هغه څه پر بنسټ چې تراوسه د طالبانو او تهران تر منځ په اړیکو کې رامنځ ته شوي، تر ډېره یې اقتصادي ریښه لرله. د تېر حکومت د یوه ډیپلومات د څرګندونو پر بنسټ، د جمهوري ریاست په دوره کې د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ کچه په کال کې درې میلیارده ډالره وه.

خو د سرچينې په وينا، ايران او طالبان دواړه له نړيوالو بنديزونو د خلاصون په موخه له يو بل سره د دې سوداګرۍ د حجم د زياتولو په لټه کې دي. ځينې نورې سرچينې هم وايي، چې د عبدالغني برادر د سفر پر مهال ويل شوي چې د ايران او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه بايد هر کال لس ميليارد ډالرو ته ورسېږي.