د پاکستان موقت لومړي وزیر انوارالحق کاکړ، په خبري ناسته کې وویل چې په تېرو دوو کلونو کې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته، په پاکستان کې ترهګریزې پېښې ۶۰ سلنه زیاتې شوې دي.
هغه وايي ددغو پېښو مسوول د پاکستاني طالبانو تحریک دی چې «د افغانستان خاورې په کارولو یې پر پاکستان» خپل بریدونه ترسره کوي.
د نوموړي په وینا، په پاکستان کې افغان کډوال چې استوګنې اسناد لري د کډوالو ایستلو لپاره د پاکستان په تازه پرېکړه کې نه شاملېږي.
هغه وايي: «له بده مرغه په افغانستان کې د عبوري حکومت له رامنځته کېدو وروسته، په ترهګریزو پېښو کې ۶۰ سلنه او ځانمرګو بریدونو کې۵۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی. په تېرو دوو کلونو کې څه د پاسه دوه زره او ۲۰۰ پاکستانیانو په دغو پېښو کې ژوند له لاسه ورکړی دی. مسوول یې د پاکستان د طالبانو تحریک دی چې د افغانستان خاورې په کارولو پر پاکستان بزدلانه بریدونه کوي.»
نوموړی زیاتوي: «په دغو بریدونو کې ۱۵ افغانانو لاس درلود. سربېره پر دې تراوسه ۶۴ تنه افغانان په پاکستان کې د قانون د پلي کوونکو بنسټونو په مقابله کې وژل شوي دي.» د هغه په وینا، طالبان «په دغو واقعیتونو پوهېږي.»
هغه زیاتوي: «د افغانستان عبوري حکومت سره له دې چې په ځلونو یې ډاډ ورکړی، د طالبان ضد ترهګرو ډلو په وړاندې یې هېڅ اقدام نه دی کړی بلکې څو ځله د دغو ترهګرو لپاره د آسانتیا برابرولو شواهد ترلاسه شوي دي.»
د نوموړي په وینا: «د افغان حکومت له نه همکارۍ وروسته پاکستان پرېکړه وکړه چې خپلې کورنۍ ستونزې په خپله حل کړي. له دې امله د پاکستان اوسني اقدامات نه ناڅاپي او نه هم حیرانوونکي دي.»
پاکستان له اتو ورځو راهیسې له دې هېواده د بې اسناده کډوالو د جبري ایستلو بهیر پيل کړی دی. دې پرېکړې په پاکستان کې پر کابو ۱،۷ میلیونه افغان کډوالو اغېره کړې ده.