نړۍ

د ملګروملتونو عمومي منشي: غزه د ماشومانو په هدیرې د بدلېدو په حال کې ده

د ملګروملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش د دوشنبې په ورځ د اسراییلو او حماس جنګیالیو ترمنځ نښتو کې د ملکي وګړو پر خوندیتوب په ټینګار سره وویل چې غزه د «ماشومانو په هدیرې» د بدلېدو په حال کې ده.

ښاغلي ګوتریش همداراز خبریالانو ته په غزه کې پر بیړني بشردوستانه اوربند په ټینګار سره وویل: «موږ باید اوس د بې رحمانه، وېرونکې او دردونکې ورانې له بندونه د خلاصون لپاره اقدام وکړو.»

حماس چې په غزې ټرانګه کې واکمنه ډله ده د اکتوبر په اوومه نېټه یې پر اسراییلي ښارګوټو برید وکړ او لږترلږه ۱۴۰۰ تنه یې ووژل او ۲۴۰ یې هم یرغمل نیولي دي.

اسراییلو هم ژمنه کړې چې حماس له منځه وړي، له دې امله یې غزه په بشپړه توګه کلابنده کړې او پر دې ښار یې یرغل کړی دی تراوسه په دې ښار کې د تلفاتو شمېر څه د پاسه لس زره تنو ته رسېدلی دی.

ګوتریش وویل: «غزه د ماشومانو په هدیرې د بدلېدو په حال کې ده. د رپوټونو له مخې هره ورځ سلګونه نجونې او هلکان وژل یا ټپي کېږي.»

نوموړي همداراز ویلي چې په غزې ښار کې له نړیوالو بشردوستانه قوانینو څرګنده سرغړونه کېږي. ګوتریش زیاته کړه، ملګري ملتونه په غزه او د اردن سین په لوېدیځه غاړه کې ۲،۷ میلیون تنو ته د مرستې لپاره ۱،۲ میلیارد ډالرو ته اړتیا لري.