افغانستان

د پاکستاني پولیسو له‌خوا د بې اسناده کډوالو د ایستلو بهیر پراختیا

A group of Afghan migrants at a camp near the Spin Boldak border crossing in Kandahar province, Afghanistan. Nov. 2023.

د بې اسناده افغان کډوالو د جبري ایستلو بهیر په شپږمه ورځ د پاکستان پولیسو د دغو کډوالو د ایستلو لړۍ ګړندۍ کړې ده.

په پاکستان کې یو شمېر افغان کډوال وايي چې پاکستاني پولیس په ځانګړې توګه په خیبر پښتونخوا ایالت کې کور په کور د دغو کډوالو په لټه کې دي.

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی دی، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۶۵۰۰ افغان کډوال له دغه هېواده ایستل شوي دي.

د عملیاتو په شپږمه ورځ د پاکستان پولیسو د خیبرپښتونخوا په صوبه کې د بې اسنادو کډوالو کور په کور تلاشۍ پیل کړې چې پکې اکثره افغان کډوال اوسېږي.

د خيبر پښتونخوا ايالت د کورنيو چارو او قبايلو چارو رياست له خوا د دغه ايالت امنيتي ځواکونو ته په لېږل شوي لیک کې ويل شوي، چې امنيتي ځواکونه دې له اسنادو پرته د کډوالو د نيولو لپاره خپل عمليات پيل کړي، خو په دغه ليک کې ويل شوي چې هغه کسان چې دریم هېواد ته یې د پناه غوښتنه کړې باید د جبري ایستلو له پروسې څخه معاف شي.

د خیر پښتونخوا ایالت د کورنیو چارو او قبایلو چارو ریاست د لیک په یوه برخه کې راغلي: «موږ ته همدا راز لارښوونه شوي چې غوښتنه وکړم چې دا خلک چې دریمو هېوادونو ته تللو موخه لري له نیولو څخه معاف شي.»

پېښور ښار، مردان، صوابۍ، بونیر، خیبر، کرک، بنو، کوهاټ، کرم او اورکزی ښارونه په تېرو کلونو کې د خېبر پښتونخوا په ایالت کې د افغان کډوالو د تر ټولو لوی شتون شاهدان وو.

په دغه ایالت کې مېشت افغان کډوال وايي چې پولیسو د دوشنبې له سهاره د دوی د نیولو لپاره عملیات پیل کړي دي.

یوه کډواله ناجيه سروري وايي: «موږ دا یوه غیر عادلانه پریکړه بولو، دوی وايي: هغه کسان چې په ملګرو ملتونو کې ثبت شوي یا د کډوالۍ په نړیوال سازمان کې د پناه غوښتنې دوسیې لري، یا دوی د پناه غوښتنې دوسیو د پروسس کېدو ته انتظار باسي، موږ ورسره هیڅ کار نه لرو. دا یوازینۍ مرکې وې چې ما اورېدلې وې، خو حقیقت دا دی چې کله پولیس د دروازو شاته راځي، ویزې مو ګوري، کله چې دلیل ورته ووایو، دوی یې نه مني او له خپلو ځانونه سره پولیسو مرکز ته لېږدوي. د افغان کډوالو ستونزې دي، خدای دې خپله رحم وکړي.»

که څه هم دغه کډوال د پاکستاني پولیسو له خوا د نیول کېدو او بېرته ستنېدو په اړه اندېښمن دي، خو د پاکستان له حکومته غواړي چې د هغو کډوالو د نیولو او ایستلو لړۍ ودروي چې په درېیمو هېوادونو کې پناه غواړي.

یوه بله کډواله مینه رحماني وايي: «که دوی موږ وباسي، موږ به چېرته ځو؟ په افغانستان کې هم د هغو کسانو لپاره شرایط ستونزمن دي چې بندیان او نیول کېږي. اکثره کډوال هغه دي چې د پخواني حکومت پر مهال یې دولتي دندې درلودې او اوس په افغانستان کې ژوند نه شي کولای. موږ تمه لرو چې د پاکستان حکومت دې د کډوالو د نیولو او ایستلو بهیر ودروي او پرې دې ږدي چې موږ يه ارامه ژوند وکړو.»

د پاکستاني رسنیو له خوا خپرې شوي شمېرې ښيي چې له شلو ورځو په کمه موده کې شاوخوا ۱۸۰ زره افغان کډوال له پاکستانه په خپله خوښه یا په زوره ایستل شوي دي.