افغانستان

سرچینې: د هرات د تیاتر پخوانی رئیس فریدون فکور د طالبانو په بند کې دی

سرچینې وایي، چې د هرات د تیاتر پخوانی رییس او د سینما مشهوره څېره فریدون فکوري له دریو ورځو راهیسې د طالبانو په بند کې دی.

د سرچينې په خبره ښاغلى فکوري د سه شنبې په ورځ له غرمې وروسته (د لړم په ٩مه) د هرات ښار د “علم کتابتون” ته څېرمه نيول شوى دى.

تر اوسه د طالبانو له خوا د ښاغلي فکوري د نیولو لامل نه دی څرګند شوی.

ښاغلي فکوري لږ تر لږه ۳۰ کاله د هرات د تياتر په څانګه کې کار کړی.

طالبانو تر اوسه د ښاغلي فکوري د نیولو په اړه څه نه دي ویلي.