طالبانو له چین غوښتي چې افغانستان د چین – پاکستان له اقتصادي دهلیز او د یو کمربند او یوې لارې له نوښت سره ونښلوي.
طالبان غواړي په رسمي ډول د یو کمربند او یوې لارې له نوښت سره چې لس کاله وړاندې د چین د ولسمشر له خوا پیل شوی، یو ځای شي.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست چې د یوې لارې او یوه کمربند پروژې د لسمې کلیزې په مراسمو کې یې ګډون کړی و، ویلي چې د چین په څېر دې نور هېوادونه هم له طالبانو سره ښې اړیکې ولري.
نورالدین عزیزي وايي چې افغانستان کولی شي د تاجکستان له لارې د یو کمربند او یوې لارې له پروژې سره ونښلول شي.
هفه زیاته کړه: «موږ له چین غوښتي چې موږ ته اجازه راکړي چې د چین-پاکستان اقتصادي دهلیز، د یو کمربند او یوې لارې نوښت (BRI) او هغه لاره چې موږ د تاجکستان له لارې ورسره نښلوي، برخه واوسو.»
د یو کمربند او یوې لارې سربیره، پاکستان د چین-پاکستان اقتصادي دهلیز (سي پېک) پروژه کې هم وصل دی.
اوس طالبان هم غواړي چې افغانستان له CPEC پروژې سره ونښلوي.
د يو کمربند او يوې لارې نوښت د ورېښمو د لارې پاتې شونی دی، چې افغانستان يې اصلي لاره وه.
یو شمېر اقتصادي کارپوهان په دې باور دي چې د امنیت د نشتوالي او د طالبانو د رسمیت پېژندلو د مسلې له امله افغانستان د یو کمربند او یوې لارې په نوښت کې شامل نه دی.
د هېواد یو شمېر اوسېدونکي په دې باور دي چې د یو کمربند او یوې لارې له پروژې سره د افغانستان وصل کېدو سره به د هېواد اقتصاد وده وکړي او د کار لپاره به زمینه هم برابره کړي.
د ۲۰۱۷ کال په ډسمبر کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د کابل، بیجینګ او اسلام اباد په درې اړخیزه غونډه کې د یو کمربند او یوې لارې پروژې سره د افغانستان د نښلولو غوښتنه وکړه، خو تر اوسه دغه غوښتنه نه ده عملي شوې.
هغه وخت د غونډې په وروستۍ خبرپاڼه کې ويل شوي وو چې د پاکستان، چين او افغانستان په ګډون درې واړو هېوادونو د يو کمربند او يوې لارې پر بنسټ د متقابلو اړيکو د پياوړتيا او د اړيکو د ښه کولو لپاره خپله ژمنه اعلان کړه.