افغانستان سویلي آسیا

د پاکستاني پولیسو له‌خوا د ۸۰۰ افغان کډوالو نیول کېدل

د پاکستان له ترهګرۍ سره د مبارزې ادارې په دې هېواد کې د افغان کډوالو د نیولو عملیات پیل کړي دي.

د پاکستان اکسپرس تریبیون ورځپانې راپوټ ورکړی چې تېره ورځ د دغه هېواد د پلازمیني اسلام آباد په بهاره کهو، ترنول، مهرآباد، ګلره او شمس کالونۍ سیمو کې د پولیسو د عملیاتو پرمهال ۸۰۰ افغان کډوال نیول شوي دي.

ددغه راپور پر بنسټ، کابو نیمايي نیول کسان د دوی د قانوني اسنادو له تایید وروسته بېرته خوشي شوي دي. خو ۳۷۵ نور کډوال چې د استوګنې قانوني اسناد یې نه لرل، ټاکل شوې پولې ته ولېږدول او له دې هېواده وایستل شي.

پاکستاني پولیسو په داسې حال کې افغان کډوال نیولي چې څو ورځې مخکې د پاکستان د عبوري حکومت کابینې پرېکړه وکړه د افغانانو په ګډون ټول ناقانونه کډوال له دې هېواده وباسي.

د رپوټونو له مخې، په افغانستان کې د طالبانو له بیا ځلې واکمنېدو وروسته کابو ۴۰۰ زره افغانان په ناقانونه توګه پاکستان ته تللي او کابو ۷۰۰ زره نورو له وړاندې له قانوني اسنادو پرته په دې هېواد کې ژوند کاوه.

د پاکستان حکومت ویلي چې د یو میلیون او سل زره افغان کډوالو د ایستلو زمینه به برابره کړي.

پاکستان له هغې وروسته د افغان کډوالو د نیولو او ایستلو پرېکړه وکړه چې ویل کېږي چې ویل کېږي طالبانو د پاکستاني طالبانو تحریک د ځپلو په کار کې له اسلام آباد سره همکاري نه ده کړې.

اسلام آباد ټولو ناقانونه کډوالو ته یوه میاشت وخت ورکړی چې له دې هېواده ووځي.