افغانستان

د خلکو په ناوړه اقتصادي وضعیت کې د مرستندویه بنسټونو بودیجې د کمښت په اړه خبرداري

په افغانستان کې د مرستندویه بنسټونو له خوا د مرستو د کمېدو خبرداري سره هم مهاله د هېواد یو شمېر اوسېدونکي وايي چې په ناوړه اقتصادي وضعیت کې ژوند کوي او د خپلو کورنیو د راتلونکي په اړه اندېښمن دي.

د هېواد دغه اوسېدونکي ټینګار کوي، چې ډېرې شپې په وږې ګېډې ویده شوي او په ورځو ورځو نه دي توانېدلي چې کار پیدا کړي.

له دې ټولو سره سره په دې وروستیو اوونیو کې د کابل پر سړکونو ډېر شمېر کارګر ماشومان لیدل کیږي.

دا ورځې دلته د پلازمېنې په زړه کې کراچۍ په لاس د دې نارینوو له اوږده قطار سره مخ کېږې چې ټول د کار په لټه کې دي خو د کار هېڅ خبر نه شته.

د مرستندويه ادارو له خوا د مرستو کمېدل يوه نوې اندېښنه ده چې د دوی په لسګونو نورو اندېښنو ور زیاته شوې ده- وايي بشري مرستو ته جدي اړتيا لري.

د جمعه خان په نوم یو کارګر وايي: «په دې دوو کلونو کې، ما یو ځل مرسته ترلاسه کړې، زه کراچۍ لرم او د خپلې کورنۍ اته غړو ته باید ډوډۍ برابره کړم.»

یو بل کارګر نظر حسین وايي: «دلته د موټر مينځلو لپاره راځم، د ورځې درې سوه افغانۍ ګټم، درې زره د کور مياشتنۍ کرايه ورکوم او پنځو کسانو ته ډوډۍ برابروم.»

په دې ورځو کې د پلازمېنې پر سړکونو د کارګر ماشومانو شمېر هم ډېر تر سترګو کیږي.

عثمان یو له دغو ماشومانو دی، چې ښوونځي ته د تلو پر ځای د خپلې اته کسیزې کورنۍ لپاره د ډوډۍ پیدا کولو مسولیت لري.

دغه کارګر ماشوم وايي: «ځینې ورځې هیڅ کار نه وي او خفه کور ته ستنېږم ځکه د خوړلو لپاره هیڅ څه نه وي.»

په دې بل اړخ کې، اته کلن ذاکر د خپل ورور سره یې ګورو، چې په کار بوخت دی او ډېرې کمې داسې ورځې وي چې د خپلې کورنۍ لپاره د ډوډۍ کافي پیسې پیدا کوي.

ذاکر وايي: «کور ته ځم، که کار نه وي او چې پيسې له ځانه سره یو نه سم، په ما غوسه کیږي.»

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر په افغانستان کې د هغو کسانو شمېر چې بشري مرستو ته اړتیا لري ۲۹ میلیونه ویلی دی.

په افغانستان کې د بې وزلۍ د زیاتوالي او د کار د نشتوالي په اړه اندېښنې په داسې حال کې زیاتې شوي چې تازه مرستندویه بنسټونو په افغانستان کې د بشري مرستو د کموالي خبرداری ورکړی دی.

له دې جملې د خوړو نړیوال سازمان په لومړيو کې په افغانستان کې له ۱۳ میلیونه تنو سره مرسته کوله. خو د بودیجې د کمښت له امله دې سازمان په اپریل میاشت کې پرېکړه وکړه چې خپلې مرستې په اته میلیونه تنو بندې کړي او یوازې پنځه میلیونه تنو سره مرستې ورکړي. خو اوس یې په سپتمبر میاشت کې پریکړه کړې چې خپلې مرستې په دوه ملیونه نورو تنو هم قطع کړي.