سویلي آسیا

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر: طالبانو د ټي ټي پي یو شمېر غړي نیولي دي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وايي، چې طالبانو په دغه هېواد کې د وروستیو پېښو په تړاو د تحریک طالبان پاکستان یو شمېر غړي نیولي دي.

جلیل عباس جیلاني د طالبانو لخوا د تحریک طالبان پاکستان د دوه سوه غړو د نیول کیدو په اړه د پوښتنې په ځواب کې وایي چې که دغه کسان د افغانستان وګړي وي نو اسلام اباد پاکستان ته د هغوی د ور سپارلو غوښتونکی نه دی.

له بلې خوا هم د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د شتون په اړه اندیښنه څرګنده کړې ده.

ښاغلي جیلاني وویل: «د یو شمېر نیولو په اړه د افغان رسنیو د راپور په اړه، مو په دې وروستیو کې یوه ناسته درلوده چې هغوی په دې اړه وویل او که د افغانستان اوسېدونکي وي، نو ښکاره ده چې موږ نه غواړو چې هغوی موږ ته وسپاري او د قانون له مخې دې ورته سزا ورکړل شي. دا په دې اړه زموږ دریځ دی.»

طالبانو تر اوسه په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو تر دې مخکې یې څو ځلې په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان د جنګیالیو شتون او فعالیت رد کړی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو موقت وزیر په د پاکستان وروستي فعالیتونه د اندېښنې وړ بولي او وايي

چې اسلام اباد په افغانستان کې د ترهګرو ډلو پر شتون او فعالیت اعتراض کړی دی.

هغه زیاته کړه:« زما په نظر هغه ترهګریز فعالیتونه چې په تیرو څو اونیو کې پیښ شوي د پاکستان د اندیښنې لامل دي. غواړم ووایم چې دا نه یوازې د پاکستان بلکې د ټولې نړۍ لپاره د اندېښنې وړ ​​ده او ټوله نړۍ د اندېښنې احساس کوي. خو ښه خبره دا ده چې له هغوی سره موږ خبرې اترې روانې دي. موږ د هغو بریدونو په اړه چې له افغانستانه پر پاکستان کیږي او د ترهګرو ډلو پر شتون اعتراض کړی دی. دا د افغانستان مسوولیت دی چې له هغوی مخنیوی وکړي.»

نږدې یوه اونۍ وړاندې د افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي اصف علي دراني په مشرۍ یوه پاکستاني پلاوي کابل ته سفر وکړ او له یو شمېر لوړ پوړو طالب چارواکو سره یې ولیدل او خبرې یې وکړې.

ښاغلي دراني هغه وخت په یوه پیغام کې آمو تایید کړه چې طالبانو له TTP سره د مبارزې په اړه طرح له دې پاکستانې چارواکي سره شریکه کړې. خو ښاغلي دراني د دغه طرحې په اړه نور جزئیات ورنه کړل.