ښځې

سرچینې: د ښځو د حقونو فعاله ژولیا پارسي د طالبان له‌خوا ونیول شوه

سرچینې وايي چې طالبان نن سهار د ښځو حقونو د فعالې او د ښځو د اعتراضي غورځنګ د غړې ژولیا پارسي کور ته ورغلل او هغه یې ونیوله.

شېبه وروسته د هغې مشر زوی هم نیسي او د ښځو حقونو د دې فعالې د کورنۍ د غړو ګرځنده ټلیفونونه او ټول سندونه هم له ځان سره وړي.

د ښځو حقونو فعاله مونسه مبارز وايي: «د افغان معترضو مېرمنو د خودجوشه غورځنګ مشره ژولیا پارسي له خپل زوی سره له کوره وتښتول شوه او تراوسه یې د برخلیک په اړه معلومات نشته.»

د ژولیا پارسي خپلوان وايي، چې له سهار راهیسې د هغې د وضعیت په اړه هېڅ ډول معلومات نه لري.

ژولیا پارسي د طالبانو پروړاندې اعتراضونو کې ګډون درلود او د ښځو د ازادۍ، زده‌کړو او کار شعارونه یې ورکول.

د ښځو حقونو فعاله مسعوده کوهستاني وايي: «هره ورځ د ښځو او د افغانانو د آزادۍ غوښتنې غږ په زندانونو کې بندوي، لطفا د افغانانو د عدالت غوښتنې غږ شئ.»

څه د پاسه یوه اونۍ مخکې د ښځو حقونو فعاله او د ژولیا پارسي هم‌لارې ندا پرواني هم له خپل خاوند او ماشوم سره د طالبانو له خوا ونیول شوه. تر اوسه د ندا پرواني د وضعیت په اړه هېڅ معلومات نه دي خپاره شوي او طالبانو هم څه نه دي ویلي.

طالبان کله‌ناکله د ښځو حقونو فعالانې نیسي؛ د داسې کسانو نیول چې د طالبانو محدودیتونه او بندیزونه نه مني.