د ۲۰۲۱ د اګست ۲۶مه، آبي دروازه، د ځانمرګي برید له امله ۱۷۰ تنه ملکي افغانان او دیارلس امریکايي پوځیان ووژل شول.
د بهرنیو اړیکو کميټې ناسته، دلته د کانګرس د بهرنیو اړیکو په کمیټه کې ددې پېښې د قربانیانو یادونه کېږي. ددغې کمیټې ریس د دې برید جزییات بیانوي او وایي، امریکايي نښه ویشتونکو داعشي بریدګر پېژندلی و خو امریکايي چارواکو د هغه په وړاندې د اقدام مخنیوی وکړ. مایکل مک کال همداراز له هغې دوې ورځې مخکې د آی اس آی له خوا د داعشیانو د اوسېدو د ځای د موندلو خبر ورکوي او ټینګار کوي چې لوړپوړو امریکايي چارواکو پرې نه ښودل چې هوايي برید ترسره شي.
د امریکا کانګرس د بهرنیو اړیکو د کمیټې رییس مایک مککال وايي: «امریکايي نښه ویشتونکو په آبي دروازه کې ځانمرګی بریدګر له وړاندې په نښه کړی و خو مسوولینو یې ورته وویل چې نه شي کولای ددغه ګواښ په وړاندې اقدام وکړي. دوی ته اجازه نه ورکوو چې اقدام وکړي.»
د کانګرس د بهرنیو اړیکو د کمیټې یو شمېر غړي، جوبایډن له افغانستانه له غمیزې ډک او بې قید و شرطه وتلو مسوول ګڼي او وايي، د بایډن دولت باید د هغه څه په اړه ځواب ووایي چې په افغانستان کې رامنځته شول.
د امریکا کانګرس د بهرنیو اړیکو د کمیټې غړی براین ماست وايي: «دا د بایډن له خوا د بې پامۍ پایله وه، هغه داسې څه وکړل چې زه له خدای څخه منندوی یم چې د خپل پوځي ماموریت پرمهال مې نه دي تجربه کړي. نوموړي هڅه وکړه په یوه جګړه کې د بري لپاره د پوځي عملیاتو پرځای، د سیاسي امتیاز ترلاسه کولو لپاره سیاسي عملیات ترسره کړي.»
د ګانګرس د ځینو غړو په باور، که څه هم په لوړ لګښت سره د افغانستان د جګړې پای ته رسوول یوه اړتیا وه.
د امریکا کانګرس د بهرنیو اړیکو د کمیټې غړی ماډلین دین وايي: «دغې شل کلنې جګړې زموږ لپاره لوړ لګښت درلود. موږ نور نشو کولای امریکايي ځواکونه د آسیايي هېوادونو د ګټو د جنګېدو لپاره ولېږو او ستاسو د کورنیو غړي په دې پوهېدل. موږ نشوای کولای د ښځو او نارینهوو د ژوند په خطر کې اچولو ته دوام ورکړو. دا یو واقعیت دی چې ډېر له غمیزې ډک پای و.»
د کانګرس د بهرنیو اړیکو د کميټې رییس وايي، په راتلونکو اونیو کې به له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو د دوسيې څېړل تازه پرمختګونه ولري. اخوا، سپینې ماڼۍ او پنټاګون تراوسه ددغې کمیټې د څرګندونو په وړاندې غبرګون نه دی ښودلی.