نړۍ

د بلاروس ولسمشر په دغه هېواد کې د واګنر جنګیالیو د شتون د دوام خبر ورکړ

د بلاروس ولسمشر الکساندر لوکاشنکو ویلي، چې د یوګني پریګوژین مړینې په دې هېواد کې د واګنر ډلې د جنګیالیو په حضور کې بدلون نه دی راوستی.

لوکاشنکو همداراز ویلي، چې د واګنر ډلې مشرانو یوګني پریګوژین او دیمیتري اوتکین ته یې خبرداری ورکړی و، چې ځان ته پام وکړي.

د بلاروس ولسمشر د مسکو په شمال کې د کوچنۍ الوتکې د نسکورېدو په اړه چې ویل کېږي د واګنر ډلې مشر هم په مسافرونو کې و، ویلي نه شی کولای ووایي چې د الوتکې په راغورځېدو کې چا لاس درلود او فکر نه کوي چې پوتین به ګرم وي.

د بلاروس ولسمشر الکساندر لوکاشنکو وايي: «نه شم ویلی چې دا کار چا کړی دی. زه ان خپل مشر ورور ته هم نه وکیل کېږم. خو زه پوتین پېژنم. یو احتیاطی او ډېر ارام سړی دی او بیړه نه کوي. زه فکر نه شم کولای چې دا کار به پوتین کړی وي.»

پریګوژین د روان زېږدیز کال د جون میاشتې په پای کې وسله‌واله بلوا وکړه او د مسکو پر لور یې برید پيل کړ او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین خبرداری ورکړ چې د پریګوژین بلوا به وځپي.

خو د بلوا د پای لپاره له هوکړې څو ساعته وروسته، پوتین اجازه ورکړه چې پریګوژین بلاروس ته ولاړ شي.

کرملین د پریګوژین د الوتکې په سقوط کې د مسکو لاس لرل رد او لوی دروغ یې بللي دي.

د کرملین ویاند دیمیتري پسکوف وايي: «اوس‌مهال د دې الوتکې د نسکورېدو او د یوګني پریګوژین په ګډون د الوتکې د مسافرینو د خواشینوونکې مړینې په اړه ډېر اټکلونه کېږي. البته په لوېدیځ کې دا اټکلونه له پېژندل شوې زاویې وړاندې کېږي. دا ټول دروغ دي.»

په همدې حال کې د واګنر ډلې د مشر د مړینې خبر له خپرېدو وروسته، د پريګوژین د زېږېدو ښار سن پټرزبورګ یو شمېر خلکو د هغه د مړینې له کبله ګلان ګېډۍ کړل او شمعونه یې بل کړل.

د سیمې اوسېدونکی الکساندر وايي: «هیله‌‌من یم په واګنر ډله کې په پوره اندازه وړ او محترم قوماندانان پاتې وي. خو څوک چې مړه شوي – د هغوی ځای‌ناستي نه شي کېدای.»

تر اوسه په قطعي ډول نه ده تایید شوې چې پریګوژین په ريښتیا دې هوايي پېښه کې مړ شوی دی.

هغه تېره اونۍ یوه ویډیويي پیغام کې وویل، چې افریقا ته تللی ترڅو د القاعدې او داعش ډلو پروړاندې وجنګېږي.

يه دې لړ کې تر اوسه روښانه نه ده، د دې ډلې د جنګیالیو برخلیک چې په یو شمېر افریقايي هېوادونو کې دي، څنګه کېږي.