سویلي آسیا

امریکا له پاکستانه وغوښتل په پنجاب کې د مذهبي لږکیو پر وړاندې تاوتریخوالی پای ته ورسوي

د اسلام آباد پولیسو په دغه ښار کې د امنیتي ځواکونو په تشکیلاتو کې د لږکیو د خوندیتوب لپاره د ځانګړې قطعې د جوړولو خبر ورکړی دی.

ددې ښار پولیسو ویلي چې دا قطعه په نوموړي هېواد کې د لږکیو د عبادتځایونو او ټولنو د خوندیتوب په موخه جوړه شوې ده.

تېره ورځ یو شمېر قهرجنو مسلمانانو د هغه څه له امله چې مقدساتو ته یې سپکاوی بللی، د پنجاب ایالت د فیصل آباد ښار په ګرجرانواله سیمه کې څو کلیساوې ورانې کړې او د یو شمېر مسیحیانو کورونه یې هم وسوځول.

د سیمې اوسېدونکی علي رضا وايي: «زموږ مسلمانانو او دلته مېشتو مسیحيانو ترمنځ اړیکې ښې وې، خو دوی باید دا له سپکاوي ډک عمل نه وای ترسره کړی. له همدې امله وضعیت ډېر خراب شوی، پولیس دلته راغلي، تاوتریخوالی او نښتې د رامنځته کېدو په حال کې دي.»

ویل کېږي چې دوو مسیحیانو د قران کریم پاڼې څېرې کړې او پر ځمکه یې وغورځولې او له سپکاوي ډکې خبرې یې پرې ولیکلې.

د پنجاب د پولیسو ویاند نوید احمد ویلي چې دا کسان د خپلو کورنیو له غړو سره تښتېدلي دي.

له بلې خوا، امریکا په مسیحي میشتو سیمو کې د آرامۍ غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی چې د سوله‌ییزو عقایدو له بیانولو به ملاتړ وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ودانت پټيل وايي: «موږ سخت اندېښمن یو چې په پاکستان کې قرآن کریم ته د سپکاوي په ځواب کې کلیساوې او کورونه په نښه شوي. موږ د ټولو لپاره په سوله ییزه توګه د بیان له آزادۍ، مذهبي او عقیدوي آزادیو ملاتړ کوو.»

له بلې خوا، د پنجاب ایالت چارواکو اعلان کړی چې د عامه نظم د ګډوډولو په تړاو له سلو زیات کسان نیول شوي او د تېرې ورځې د ناکراریو په تړاو یې څېړنې پیل کړې دي.