افغانستان

په «د افغانستان بانک کې» د طالبانو د لاسوهنې په اړه د سیګار اندېښنه

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي څارونکي راپور ورکړی چې په مرکزي بانک کې د طالبانو لاسوهنه د افغانستان اقتصاد او د دغه هیواد شتمنۍ چې دا مهال په سویس کې په اماني صندوق کې ساتل کیږي، له خطر سره مخ کوي.

په دغه راپور کې راغلي چې د امریکا د خزانې وزارت دغه صندوق د افغانستان د شتمنیو د ساتلو او د افغانستان مرکزي بانک ته د سپارلو په هدف جوړ کړی دی.

له بلې خوا د دغه راپور موندنې ښيي چې طالبان په غیر مستقیم ډول د ملګرو ملتونو د بنسټونو پر صادراتو د مالیې په لګولو سره افغانستان ته د امریکا له بشري مرستو څخه ګټه پورته کوي.

د امریکا ځانګړي څارونکي په خپل پنځوس مخیز راپور کې لیکلي، چې په سویس کې د افغانستان اماني صندوق د جوړېدو اوږدمهاله موخه د شتمنیو ساتل او بالاخره د افغانستان مرکزي بانک ته د هغې لېږل دي، خو په دغه بانک کې د طالبانو لاسوهنه د افغانستان اقتصاد او شتمنۍ ته خطر لري.

اوس مهال د افغانستان په اماني صندوق کې د افغانستان درې نیم میلیارده ډالره شتمني د هغه له ګټو سره ساتل کيږي او د طالبانو تر ادارې لاندې مرکزي بانک ته د دغه اندازه پیسو د لېږد هڅې روانې دي.

د اقتصادي چارو کارپوه سید مسعود وايي: «په واقعیت کې موږ له حساب پرته داسې چا ته پیسې ورکوو چې تراوسه یې واکمني نه ده تایید شوې او له حقوقي او قانوني پلوه د دولت په شان نه دی راڅرګند شوی.»

د امریکا د ځانګړي څارونکي د راپور په یوه برخه کې راغلي چې د مخکيني حکومت له سقوط وروسته کابل ته له واشنګټن نه د امریکايي بنسټونو د مرستو د پیسو د څار کچه خورا کمه شوې او دا چې طالبان د امريکا د مرستو پيسو او د ملګرو ملتونو د بنسټونو له صادراتو څومره عايد تر لاسه کوي، معلومه نه ده.

دا راپور ښیې چې ملګري ملتونه هم په افغانستان کې د خپلو لګښتونو تفصیلي راپور سیګار ته نه ورکوي.

له بلې خوا هم د ملګرو ملتونو بنسټونو راپور ورکړی، چې په افغانستان کې د لوږې له ستونزې سره د مبارزې لپاره د بودیجې له کمښت سره مخ شوي او په افغانستان کې څه باندې ۲۹ میلیونه خلک مرستو ته اړتیا لري.

د امريکا ځانګړي څارونکي د خپل راپور په يوه برخه کې ليکلي، چې واشنګټن په افغانستان کې د جمهوري نظام له ړنګېدو پنځه مياشتې وروسته د بشري مرستو په موخه څه باندې دوه ميلياردو ډالر ځانګړي کړل او دغه اندازه پيسې د ملګرو ملتونو له لارې افغانستان ته د نغدو پيسو په بڼه تللې.

د دغه راپور موندنې ښيي چې په ۲۰۲۲ کال کې به ۱.۸ میلیارده ډالر په اوسط ډول په اوونۍ کې ۳۵ میلیونه ډالر دغه هېواد ته تلل او د ملګرو ملتونو د پروګرامونو لکه د خوړو نړیوال پروګرام له لارې به لګول کېدې.

خو طالبانو په غیرمستقیم ډول د دغو بنسټونو پر بارونو ګمرکي ماليې وضع کړې او له دې لارې د مالیې له پیسو برخمن کېدل.

تر دې مخکې هم د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي څارونکي راپور ورکړی و، چې امریکا لا هم له افغانستان سره تر ټولو ستر مرسته کوونکی هېواد دی او په تېرو دوو کلونو کې یې له دغه هېواد سره څه باندې دوه میلیارده ډالره مرسته کړې ده.