سویلي آسیا

د پاکستان د ټاکنو کمېسیون د عمران خان له وثیقې پرته نیولو حکم صادر کړ

Former Pakistani prime minister Imran Khan. File photo.

د پاکستان د ټاکنو کمېسيون د ضمانت له قبلولو پرته د پاکستان د پخواني لومړي وزير عمران خان د نيولو حکم کړی او له پولیسو یې هم غوښتي چې هغه د سه شنبې په ورځ کمېسيون ته حاضر کړي.

د سه شنبې په ورځ، ښاغلی خان د فدرالي څېړنو ادارې او د پاکستان د ټاکنو کمیسیون ته حاضر شو ترڅو د دغه پریکړې په اړه وضاحت وغواړي.
د شنبې په ورځ، د پاکستان د ټاکنو کمیسیون د ښاغلي خان پر ضد د تورونو لګول د اګست تر دويمې نېټې پورې وځنډول.

د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان د سه شنبې په ورځ د پاکستان د ټاکنو کمیسیون له خوا د نوموړي د نيولو حکم له صادرېدو وروسته، د فدرالي څېړنو ادارې او ټاکنو کمیسیون ته حاضر شو.

د پاکستان د ټاکنو کمېسيون ښاغلی خان تورن کړی چې دغې ادارې او مشر ته يې سپکاوی کړی، خو دغه کمېسيون د عمران خان پرضد د تورونو لګول د اګست تر دويمې پورې وځنډول.

په همدې حال کې عمران خان ویلي چې ډلې له هرې ممکنې لارې له ټاکنو د ده د لرې کولو هڅې کوي.

د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان وايي: «ګورئ، دا ټولې هڅې کيږي چې په هره ممکنه طریقه له خپلې لارې عمران خان لېرې کړي. دا ټولې ۱۸۰ قضیې او اوس د نیولو حکم هم صادر شوی چې د ټاکنو کمیسیون سپکاوی شوی، ایا په نړۍ کې چا تراوسه داسې څه اوریدلي؟ اوس په هره طريقه غواړي ما ونيسي، زه زندان ته تیار یم، خو خپلو خلکو ته وایم چې زه کېنم او په دې هېواد کې دا ټولې قضيې غلطې ثابتوم.»

له بلې خوا د عمران خان وکیلانو د دې حکم صادرول غیر قانوني بللي او ویلي یې دي چې د پاکستان د سترې محکمې د حکم پر بنسټ هېڅ اداره نه شي کولای د نويو قضیو په تړاو د ښاغلي خان د نیولو امر صادر کړي.

د عمران خان مدافع وکيل نعیم حیدر وايي: «ښاغلی خان نن دلته حاضر شو. ټاکل شوې وه نن د څو قضیو په څیړنه کې برخه واخلو. د اسلام اباد پوليسو ته هم ورغلو چې په څېړنو کې همکاري وکړو، خو هغوى موږ ته نن وخت رانه کړو او سبا به بيا مراجعه وکړو چې خپلو پلټنو ته مو وغواړي او زموږ ضمانتونه تاييد شي.»

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان له تېر کال او د عمران خان له لېرې کېدو راهيسې له سیاسي کړکېچ سره مخ دی.

له هغه وخت راهیسې د ښاغلي خان پر ضد په محکمه کې د اختلاس، قتل او خیانت په ګډون شاوخوا ۱۸۰ قضیې ثبت شوي دي.

د روان کال په مې میاشت کې عمران خان د پاکستاني پوځ له خوا ونیول شو، چې په دغه هېواد کې د تاوتریخوالي څپو د راپورته کيدو لامل شو، خو له هغې څو ورځې وروسته ښاغلی خان په ضمانت خوشې شو.