افغانستان

په وردګو کې د سېلابونو له امله د ۲۵ تنو مړینه

په میدان وردګو ولایت کې د سېلابونو له امله ۲۵ تنه مړه او لسګونه نور ټپيان شوي دي.

په وردګو ولایت کې ځایي چارواکي وايي چې د شنبې په شپه د دې ولایت په سیدآباد، چک، جلریز او جغتو ولسوالیو کې سېلابونه راغلي چې پر تلفاتو سربېره څلوېښت بې درکه شوي دي.

طالب چارواکي زیاتوي چې ډېری تلفات په جلریز ولسوالۍ کې خلکو ته اوښتي چې د واده په مراسمو کې یې ګډون کړی و.

د طالبانو ویاند په یوه اعلامیه کې د مرستندویه بنسټونو د مرستې غوښتنه کړې ده.