افغانستان

د اروپايي ټولنې شورا پر درېیو طالب چارواکو بندیز ولګاوه

دې شورا اعلان کړی چې د طالبانو د پوهنې سرپرست حبیب الله اغا، د طالبانو د سترې محکمې سرپرست عبدالحکیم حقاني او د طالبانو د عدلیې وزارت سرپرست عبدالحکیم شرعي يې د خپلو بندیزونو په نوملړ کې شامل کړي دي.

د اروپايي ټولنې شورا وايي، دغه کسان د ښځو او نجونو د زده کړو، عدالت ته د لاسرسي او د ښځو او نارینه وو تر منځ د مساوي چلند په برخه کې د دوی د رول له امله په دغه نوملړ کې شامل کړي دي.

د طالبانو ویاند د اروپايي ټولنې د شورا د دې پرېکړې په غبرګون کې وايي، چې د دې ټولنې له خوا د بندیزونو لګول د هېڅ لوري په ګټه نه دي او باید د جوړجاړي او خبرو اترو لاره غوره شي.

د طالبانو د واکمنۍ تر سیوري لاندې له زده کړو او کار د ښځو او نجونو محروميت. د بندیزونو لګول هره ورځ زیاتیږي.

اروپايي ټولنې هم د ځينو طالب مشرانو شا ونيوله او د پوهنې، عدليې وزارتونو او سترې محکمې سرپرستان يې زده کړو او عدالت ته د ښځو د لاسرسي او د نارينه او ښځو تر منځ د مساوي چلند په برخه کې د هغوى د رول له امله د خپلو بنديزونو په نوملړ کې شامل کړل.

د بشري حقونو څار سازمان د ښځو څانګې مشره هیدر بار وايي: «دا خلک به د اروپايي ټولنې هیوادونو ته د سفر له محدودیتونو سره مخ شي، او همدارنګه دوی به د شتمنۍ کنګل کېدو سره چې ښايي په اروپايي ټولنه کې یې ولري مخ شي، او د اروپایي ټولنې وګړي او شرکتونه به دې خلکو ته د هر ډول مالي مرستې ورکولو څخه منع شي. دا یو مهم ګام دی ځکه دا به طالبان په دې پوه کړي، هغه ظلم چې دوی د ښځو او نجونو پر وړاندې کوي د نړۍ په کچه د منلو وړ نه دی.»

هغه طالب چارواکي چې د اروپايي ټولنې لخوا پرې بنديز لګول شوی
لومړی کس، حبیب الله اغا، د طالبانو مشر ته نږدې څېره، چې د ۲۰۲۲ کال په سپټمبر کې د طالبانو د پوهنې سرپرست وزیر په توګه هم وټاکل شو. هغه له شپږم ټولګي پورته زده کړو کې د نجونو زده کوونکو پر ګډون د بندیز په غځولو سره، له زده کړو د نجونو د محرومولو پالیسي پلې کړه. نوموړي همدارنګه د نجونو خصوصي او نادولتي مرکزونه هم وتړل.

د طالبانو د پوهنې وزارت سرپرست حبیب الله د طالبانو مشر ته نږدې څېره، د ۲۰۲۲ کال په سپټمبر کې د طالبانو د پوهنې د سرپرست وزیر په توګه وټاکل شو. په دې مقام کې حبیب الله اغا د طالبانو هغه پالیسي چې له شپږم ټولګي وروسته یې په ثانوي زده کړو کې د نجونو زده کوونکو پر ګډون د بندیز په غځولو سره ثانوي زده کړو ته د نجونو د لاسرسي مخه نیوله، پلې کړه.

مخينه: د کندهار لپاره د طالبانو د ولایتي شورا پخوانی رییس، د طالبانو مشر ته دويمه نږدې څېره

دوهم، عبدالحکیم حقاني د طالبانو د سترې محکمې مشر دی. په کندهار ولایت کې زیږیدلی، ۵۷ کاله عمر لري، نوموړی د طالبانو پخواني مشر ملا عمر ته چې د طالبانو په تاسیس کې یې مهم رول درلود، له نږدې کسانو دی. هغه د طالبانو د سولې د مذاکراتي ټیم پخوانی مشر هم و او د ملا هبت الله اخندزاده له نږدې کسانو يادیږي. اروپايي ټولنې له قضايي ارګانونو د ښځو په ایستلو کې د حکیم حقاني رول یاد کړی دی.

عبدالحکیم حقاني د کندهار په میوند ولسوالۍ کې زېږېدلی او ۵۷ کلن دی.
نوموړی د طالبانو د سترې محکمې سرپرست دی.

مخينه: د طالبانو د ډلې یوه بنسټيزه څيره، د طالبانو د پخوانيو مشرانو ملا عمر او ملا اختر منصور نږدې ملګری، د ملا منصور له مړینې وروسته د مشرتابه له انتخابونو څخه، د طالبانو د سولې د مذاکراتي ټيم پخوانی رییس او د طالبانو مشر ملا هبت الله ته نږدې کس.

درېیم کس د طالبانو د عدلیې سرپرست وزیر عبدالحکیم شرعي، په خوست ولايت کې زېږېدلی، ۶۲ کاله عمر لري او د حکیم حقاني له نږدې کسانو دی. د طالبانو د عدلیې وزارت په ویب پاڼه کې د هغه په ​​ژوندلیک کې راغلي چې هغه یوازې ابتدايي ښوونځی لوستی او د ښوونځي له عصري علومو سره د نه لېوالتیا او غير حاضرۍ امله یې درس نه دی ويلی، تر څو يې چې د پاکستان د پښتونخوا په حقانیه مدرسه کې خپلې دیني زده کړې پای ته ورسولې.

عبدالحکیم شرعي په خوست کې زېږېدلی او ۶۲ کلن دی چې د طالبانو د عدلیې وزارت د سرپرست په توګه دنده ترسره کوي.

نوموړي د پاکستان د پښتونخوا ايالت په حقانیه مدرسه کې د دیني زده کړې کړي.

مخينه: د سترې محکمې لپاره د طالبانو د مشر حکیم حقاني له نږدې کسانو، د برهان الدین رباني په حکومت کې د خوست ولایت امنیه قوماندان، د زابل لپاره د طالبانو پخوانی والي او له ۲۰۰۹ کال راهیسې په سعودي عربستان کې د طالبانو د راټولو شویو پیسو په حساب کې د روڼتیا د نشتوالي په تور په ۹ کاله او ۴ میاشتو بند محکوم شوی.

د ښځو د حقونو فعاله مونسه مبارز وايي: «هغه ۴۰ ميليون ډالره پیسې چې هره اوونۍ د طالبانو د ملاتړ لپاره راځي، باید قطع شي، د دوحې دفتر دې وتړل شي، په هغې صورت کې کيږي چې طالب بدل شي او د افغانستان د خلکو او ښځو برخلیک بدل شي.»

اخوا، طالبانو د اروپايي ټولنې له خوا پر خپلو دریو چارواکو د بندیزونو د لګولو په اړه غبرګون ښودلی دی.

د طالبانو ویاند ذبيح الله مجاهد وايي: «د اروپايي ټولنې د بندیزونو په نوملړ کې د اسلامي امارت د ځینو چارواکو شاملول د هیڅ لوري په ګټه نه دي، د دې پر ځای باید له خبرو او جوړ جاړي کار واخیستل شي.»

له زده کړو بې برخې نجونې د زده کړو بیا پیل او دوی ته د کار اجازې ورکولو لپاره د طالبانو پر وړاندې د نړیوالې ټولنې د لا جدي اقداماتو غوښتونکي دي.

یوه زده کوونکې سميه وايي: «له نړیوالې ټولنې زما غوښتنه دا ده چې له طالبانو سره جدي چلند وکړي، چې موږ نجونو لپاره پوهنتونونه او ښوونځي پرانيستل شي، څو خپلو زده کړو ته دوام ورکړو.»

د نړیوالې ټولنې له پرلپسې غوښتنو سره طالبان د ښځو لپاره د زده کړو او کار حق ورکولو ته چمتو نه دي.

په دې وروستیو کې طالبانو د ښځينه سينګارتونونو له تړلو وروسته نجونې د کانکور په ازموینه کې له ګډون هم بې برخې کړې دي.

عدالت ته د لاسرسي په برخه کې هم، یوناما د می او جون میاشت کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه په خپل راپور کې د یو شمېر مواردو ترڅنګ ويلي، چې د طالبانو په زندانونو کې ګڼو ښځو د بند موده پوره کړې، خو طالبان د شرعي محرم د نه لرلو په پلمه هغوی نه ازادوي.