افغانستان

احمد مسعود د افغانستان د اوسني وضعیت عاملين امريکا او مخکینی حکومت بولي

له یوې میاشتې په کمه موده کې به په افغانستان کې د طالبانو واکمني دوه کلنه شي، د مقاومت جبهې مشر احمد مسعود چې د اسپین امنیتي ټولنې په غونډه کې یې خبرې کولې، امریکا او مخکينی حکومت د تېر حکومت د ړنګېدو اصلي عاملین وباله.

احمد مسعود زياتوي: «هم مخکينی افغان حکومت او هم امریکایان زموږ د اوسني وضعیت عاملين دي، تېروتنه یوازې مذاکرات نه وو، بلکې له طالبانو سره له خبرو تر وتلو پورې ټوله پروسه ناورين وه.»

لومړی باید هغوی (امریکایان) ځواب ورکړي، خو زه خپل نظر لرم، زما په نظر امریکا له پیله ډېرې تېروتنې وکړې، له حکومتي جوړښته، پوځي جوړښته، له ترهګرۍ سره د مبارزې له ناسمې ستراتیژۍ او هغوی له ټولنیز او ولسي جوړښت سره بلد نه و.”

له بلې خوا هم د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان وايي، د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په افغانستان کې د ترهګرۍ له خپرېدو انکار نه شي کېدی او په افغانستان کې د داعش حضور د دغه هېواد د واکمنانو لپاره یوه ننګونه ګرځېدلې ده.

امیر عبداللهیان همدارنګه د افغان کډوالو په اړه ویلي چې که د افغانستان وضعیت ته په کتو، تهران د افغانستان ثبات او امنیت ته پاملرنه ونه کړي، ایران به د افغان کډوالو د راتګ شاهد وي او دا کار به د ایران لپاره یوه ستونزه وي.

خو ايران د کډوالو له ورتګ او په افغانستان کې د وضعیت ښه کېدو په اړه په دې باور دی چې طالبان دې ژر تر ژره یو ټول ګډونه حکومت جوړ کړي – داسې حکومت چې په هغه کې یوازې طالبان یا پښتانه نه وي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په وار وار ټینګار کړی چې هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل هېواد پر ضد وکاروي، د دوی په وینا داعش په افغانستان کې ځپل شوی دی.