نړۍ

په نیوزیلند کې د ډزو له امله درې تنه مړه او شپږ ټپیان شول

ځایي رسنیو د پنجشنبې په سهار د نیوزیلند په شمالي اوکلند ښار کې چې د ښځو د فوټبال د نړیوال جام ګډ کوربتوب کوي، د ډزو خبر ورکړی دی.

دا ډزې چې په اوکلند کې د ښځو فوټبال د نړیوال جام د پرانیستونکې لوبې له پیله مخکې وشوې د بریدګر په ګډون درې تنه مړه او شپږ نور ټپیان شول.

د نیوزیلند لومړي وزیر کریس هیپکینز ویلي چې د فوټبال سیالۍ د پروګرام پربنسټ پرمخ ځي او داسې ښکاري ډزې په فردي انګېزې شوې او پولیس په دې هکله د بل کس په لټه کې نه دي.

د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې هیپکینز په خبري ناسته کې څرګنده کړه: «ددغو ډزو لپاره هېڅ سیاسي یا اعتقادي انګېزه نشته، له دې امله د ملي امنیت لپاره هم د هېڅ خطر اټکل نه کېږي.»

د دغه راپور له مخې، د اوکلند پولیسو هم ویلي چې بریدګر په یوه نښې ویشتونکي ټوپک سره په نیمه کاره ودانۍ کې حرکت وکړ او لوړو پوړونو ته له رسېدو وروسته یې ځان د لفت په کانال کې بند کړ.

د رویټرز په وینا، دا ډزې د ښځینه فوټبال لوبډلو د څو لوبغاړو د اوسېدو ځای ته نږدې وشوې.