افغانستان

د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت او خلکو بېلابېل روایتونه

په داسې حال کې چې د ملګرو ملتونو راپورونه په هېواد کې د بې روزګارۍ او بې وزلۍ زیاتوالی څرګندوي، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقی د افغانستان د اقتصادي وضعیت د ښه والي خبره کوي.

امیرخان متقي د افغانستان په اړه د نړیوال بانک راپور ته په اشارې سره ويلي چې د افغانستان اقتصادي وضعیت د نورو ډېرو هېوادونو په پرتله ښه دی
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا  OCHA  په دې وروستیو کې اعلان کړی وو چې په افغانستان کې ۱۵ میلیونه وګړي بېړنیو خوراکي مرستو ته اړتیا لري.

د افغانستان د حالاتو په بیانولو کې توپيرونه؛ د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له چوکۍ د خلکو تر ریښتیني ژونده.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د نړیوال بانک د راپور څو برخو ته په اشارې چې د می په میاشت کې خپور شو، د افغانستان د اقتصادي وضعیت د ښه والي په اړه خبرې کوي.

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي وايي: «نړیوال بانک په وار وار اعلان کړی چې د افغانستان اقتصاد په ښه لاره روان دی. د نورو ډېرو هېوادونو په پرتله په افغانستان کې د خوراکي توکو بیې ارزانه دي. افغانۍ ښه ثبات لري.”

نړیوال بانک د مې میاشتې په راپور کې ویلي وو چې د افغانيو ثبات د ملګرو ملتونو د مرستو له کڅوړو سره تړلی دی.

د دې راپور پر بنسټ: په ۲۰۲۲ کال کې ۱.۹ میلیارده ډالره او په ۲۰۲۳ کال کې ۷۶۰ میلیونه ډالره د ملګرو ملتونو له خوا د بشري مرستو په چوکاټ کې افغانستان ته ورکړل شوي دي.

له بلې خوا د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا OCHA د روانې اوونۍ په تازه راپور کې اعلان کړی چې په افغانستان کې ۱۵ میلیونه وګړي نه پوهېږي چې د خپل راتلونکي وخت خواړه له کوم ځايه ترلاسه کړي.

افغان خبریال حامد علمي وايي: «کله چې زموږ د متقاعدو معاش چې ۴۵ کاله يې خدمت کړی نه ورکول کيږي، کاري میرمنو خپلې دندې له لاسه ورکړي، څنګه قضاوت وکړو چې په دې ټولنه کې فقر او بېکاري له منځه تللې ده.»

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د څرګندونو خلاف د اقتصادي وضعیت، فقر او بېکارۍ د کچې په اړه د ښاريانو څرګندونې.

د بامیان اوسېدونکی محمد زمان وايي: «په باميانو کې اقتصادي ستونزې ډېرې دي. موږ خپله له هیڅ مرستندویه بنسټ مرسته نه ده ترلاسه کړې. پخوا ښه وو، په بامیانو کې ډېر بنسټونه وو، خو اوس هغه هم تړل شوي دي.»

تر دې مخکې هم د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ویلي وو چې په افغانستان کې اقتصادي بحران تبلیغات دي، هغه څرګندونې چې د نړیوالو بنسټونو د راپورونو پر بنسټ د افغانستان له واقعي اقتصادي وضعیت سره ښکاره په ټکر کې دي.