په استګهلم کې د وروستیو لاریونونو پرمهال قرآن کریم ته له سپکاوي وروسته، طالبانو په افغانستان کې د سویډن ټول فعالیتونه ځنډولي دي.
طالبانو نن سه شنبې اعلان وکړ چې سویډن باید له دې کړنلارې پیروي وکړي او په ځان پورې اړوند بنسټونه له دې پرېکړې خبر کړي.
طالبانو همداراز قران کریم او اسلام دین ته د سپکاوي له امله د سویډن د بښنې غوښتلو غوښتنه کړې ده.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په دې اړه په یوه خبرپاڼه کې ویلي: «په سویډن کې قرآن کریم او اسلام دین ته له سپکاوي وروسته، اسلامي امارت (طالبانو) تر هغه وخته چې سویډن له مسلمانانو ددې ناوړه اقدام له امله بښنه وغواړي په افغانستان کې د سویډن ټول فعالیتونه دروي.»
طالبانو پر دې کار په نیوکې سره، له نورو اسلامي هېوادونو هم غوښتي چې دغې پېښې ته په پام سره له سویډن سره پر خپلو تعاملاتو له سره غور وکړي.
طالبانو په هېواد کې د سویډن د فعالیتونو د کچې په اړه معلومات نه دي ورکړي.
سویډن د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د خپلو دیپلوماتانو او وګړو له ایستلو وروسته، په افغانستان کې محدود حضور لري او د نوموړي هېواد سفارت هم تړلی دی.