د بیلاروس ولسمشر الکساندر لوکاشینکو ویلي چې د واګنر امنیتي شرکت مشر یوګیني پریګوزین چې ۱۲ ورځې مخکې یې د روسیې حکومت پر ضد وسله وال پاڅون کړی و، په بیلاروس کې نشته.
شاوخوا دوه اوونۍ مخکې د لوکاشینکو په منځګړیتوب پاڅون پای ته ورسېد او پریګوزین بیلاروس ته د تللو اجازه ترلاسه کړه.
د جون په ۲۷ مه لوکاشینکو اعلان وکړ چې د واګنر ډلې مشر دې هیواد ته رسېدلی.
خو لوکاشینکو د پنجشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې پریګوزین د بیلاروس په خاوره کې نشته او اوس د روسیې په سن پیټرزبورګ کې دی یا ښايي مسکو ته تللی وي.
د بیلاروس ولسمشر الکساندر لوکاشینکو وايي: «د یوګیني واسیلیویچ پریګوزین یا ویکتورویچ په اړه، سمه ده؟ هغه په سن پیټرزبورګ کې دی. هغه نن سهار چیرته دی؟ هغه ممکن مسکو یا بل کوم ځای ته تللی وي، خو د بیلاروس په خاوره کې نه شته.»
د بیلاروس د ولسمشر څرګندونو د تړون د شرایطو او پلي کیدو په اړه چې د واګنر ډلې پاڅون يې پای ته ورساوه، ناڅرګندتيا زياته کړې.
کرملین هم اعلان کړی چې د یوګیني پریګوزین د تحرکاتو په اړه خبر نه لري.
د کرملین ویاند دیمتري پسکوف وايي: «موږ د یوګیني پریګوګین حرکتونه نه څارو. موږ نه د دې کار فرصت لرو او نه هم غواړو چې دا کار وکړو.»
یوګیني پریګوزین ۱۲ ورځې وړاندې وروسته له هغې چې د روسیې د دفاع وزیر او لوی درستیز یې په قصدي ډول د خپلو ۲۰۰۰ پوځیانو په نښه کولو او وژلو تورن کړل، پاڅون وکړ.
هغه خپل ځواکونه د مسکو په لور وخوځول او دوه سوه کيلو متره د روسیې پلازمینې ته وړاندې شول. خو د هغه پاڅون ۲۴ ساعته هم دوام ونه کړ او د بلاروس د ولسمشر په منځګړیتوب پای ته ورسېد.
کرملین هم واګنر ته اجازه ورکړه چې بیلاروس ته ولاړ شي او د تیرو خدماتو په خاطر يې د هغه د سرتېرو سزا هم معاف کړه.