ویډیوګانې

د ۱۴۰۲ د چنګاښ لومړۍ د ۱۰ بجو خبرونه

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند وانټ پاټل په یوه خبري ناسته کې ویلي چې د نړیوالې ټولنې له خوا د طالبانو مشروعیت له افغان مېرمنو سره د هغوی له چلند سره تړلی دی.

نوموړي ويلي، ترڅو چې د افغانستان نیمايي ټولنه د نیمې نورې په شان له برابرو حقونو برخمنه نه شي، نه یوازې د دغه هېواد د شاته پاتې کېدو لامل کېږي، بلکې د نړیوالې ټولنې له خوا د هغوی د په رسمیت پېژندلو مخه هم نیسي.