Uncategorized @ps ورزش

کونړ کې د کرېکټ انټرکلب سیالۍ پیل شوې

د انټرکلب په نوم سیالۍ چې نن د کونړ کرېکټ مرکزي لوبغالي کې پیل شوې ۳۶ لوبډلې پکې برخه لري او دوه میاشتې به دوام وکړي.

د کونړ د کرېکټ ادارې مسوولین وايي، ددغو سیالیو موخه داده چې نوي پياوړي لوبغاړي په ګوته او د هېواد په کچه ولوبېږي.

د کونړ د کرېکټ ادارې مسوول عطا الله ساپی وايي: «دغه سیالۍ د افغانستان کرېکټ بورډ لخوا پيل شوې او موخه يي دا ده چې نوي او تکړه لوبغاړي په ګوته شي، پیدا شي ځکه د هېواد په ډېری ولایتونو کې غوره استعدادونه شته چې باید په ګوته شي.»

له بلې خوا، لوبغاړي دغو سیالیو د ترسره کولو په اړه د کرېکټ بورډ د هڅو ستاینه کوي او غواړي چې دا ډول سیالۍ لازیاتې شي.

یو لوبغاړی خالد وايي: «خوښ یم چې د ځوانانو لپاره دغه ډول سیالۍ ترسره کېږي چې له دې لارې به د کرېکټ تکړه لوبغاړي غوره شي.»

د دغو سیالیو یو تکړه چوپ اچوونکی ارشاد الله وايي: «ورزش د ځوانانو د بېځایه ګرځېدو او له نشه يي توکو د ژغورنې غوره لار ده زه له کرېکټ بورډ څخه مننه کوم د دغو سیالیو زمینه زمینه یې برابره کړې ده.»

انټرکلب سیالۍ نه یوازې په کونړ بلکي د افغانستان په ټولو ولایتونو کې پیل شوې چې په پایله کې به یې غوره لوبغاړي په ګوته شي.