ورزش

خوست کې د څلورو ولایتونو د فوټبال سیالۍ ترسره شوې

په خوست کې د پکتیا، کندهار، خوست، او پکتیکا لوبډلو ترمنځ د اختریز جام سیالۍ د خوست لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې.

دا لوبې چې د خوست ولایت په تڼیوال پارک ترسره شوې، شپږ ورځې یې دوام وکړ او پایلوبې ته یې د کندهار او خوست لوبډلو لاره پیدا کړې وه.

په خوست کې د فوټبال فډراسیون مسوولین وايي چې له دغو سیالیو یې موخه د لوبډلو سمه روزنه او ورزش ته د ځوانانو هڅول دي.

په دې ولایت کې د فوټبال فډراسیون مسوول ریبار هڅاند وایي: «موږ د ولایتونو سره په تفاهم، د اختریز جام دا سیالۍ ترسره کړې چې موخه مو د لوبغاړو ترمنځ همغږي او د لوبډلو د تجربو زیاتوالی او ددې ترڅنګ ورزش ته د ځوانانو هڅول وو.»

له بلې خوا، ددغو څلورو ولایتونو لوبغاړي دا سیالۍ مهمې بولي او وايي چې د ولایتونو ترمنځ باید دا ډول نورې سیالۍ هم ترسره شي.

د کندهار لوبډلې کفایت الله وايي: «دا سفر او لوبې زموږ لپاره ‌ډيرې مهمې په دې وې، چې هر لوبغاړی هڅونې او لوبېدو ته اړتیا لري، تر څو یې تجربه ورسره زیاته شي.»

یو بل لوبغاړی احسان الله هجران هم وايي: «د لوبغاړو لپاره په ولایتي کچه سیالۍ ډېرې مهمې دي، ځکه په دې لوبو کې لوبغاړي له یو بله نوي تخنیکونه زده کوي نو هیله مو دا ده چې دا ډول لوبې نورې هم زیاتې شي.»

د فوټبال لوبې څارونکي او مینه‌وال هم له دغو لوبو خوښي څرګندوي.

د فوټبال لوبې څارونکی رحیم الله ګربز وايي: «ډېرې په زړه پورې لوبې وشوې، موږ پوره خوند ترې واخیست، د ولایتونو لوبغاړي مو ولیدل، دغو لوبو ته زرګونه کسان راغلي وو.»

حکیم بادشاه چې له یوې لیرې پرتې ولسوالۍ څخه ددغو لوبو لیدو ته راغلی و وايي: «خلکو له دې لوبو ډېر خوند واخیست د خلکو د تفریح لپاره ښه زمینه برابره وه او ځوانان ورزش لازیات وهڅول شول.»

د یادونې وړ ده، چې په دې وروستیو کې په خوست کې د کرېکټ ترڅنګ د فوټبال مینه‌وال هم زیات شوي او ډېری ځوانانو دغې لوبې ته مخه کړې ده.